زابل: د کابل- کندهار پر لاره ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲) نن سهار د زابل- کندهار پر لويه لاره د شهرصفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې ترافيکې پېښې له کبله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچينې وايي، پېښه د ټانکر او سراچې موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده، په ترڅ کې يې څلور تنه مړه شوي او درې تنه نور سخت ټپيان دي.

ټپيان د تداوۍ لپاره روغتون ته وړل شوي دي خو ويل کېږي چې روغتيايي حالت يې ښه نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د کابل- سمنګان په لويه لاره د يوې ترافیکې پېښې له کبله څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

په هېواد کې ډیری ترافيکي پېښې د نا مسلکې موټروانانو د بې احتياطۍ او د سړکونو د خرابوالي له کبله رامنځته کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button