هلمند: درنې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د هلمند ځایي چارواکي وایي چې نن مازدیګر مهال د هلمند ولایت په لومړۍ امنیتي حوزه کې د غازي محمد ایوب خان ستددیوم ته نږدې یوه چاودنه شوې چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د هلمند د والي ویاند ویلي چې په برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
د چاودنې مسؤلیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی



