افغانستان کې د سړو سیمو د تعلمیي کال زنګ ووهل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۴) نن شنبه په افغانستان کې د سړو سيمو نوی تعليمي کال په رسمي توګه پيل شو.

د پوهنې وزارت مسئولین وايي، سږ کال به په ټول هېواد کې له يو ميلیون زياتو زده کوونکو ته د زدکړو لپاره امکانات برابر کړي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئيس کبير حقمل وايي، په نوي کال کې د درې سوو نويو ښوونځيو د جوړلو پلان لري او د شپږ سوو ښوونځيو ودانۍ به هم ورغول شي.

د حقمل په خبره، د پوهنې وزارت به سږ کال په دوو پړاوونو کې يوويشت زره ښوونکي په دندو وګماري.

پوهنې وزارت په داسې حال کې د نویو ښوونځيو د جوړولو خبر ورکوي چې تېره ورځ د هلمند ولايت د پوهنې رئيس داود شاه رسنيو ته وويل، چې د دغې ولايت له دېرشو ښوونځيو د ملي اردونو ځواکونه د سنګر په توګه استفاده کوي.

د دغې ولايت ښوونکي وايي، د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو له امله ځينې ښوونځي ويجاړ شوي چې لاهم هم ويجاړ پراته دي او تر اوسه يې په بيارغونې هيڅ کار نه دی شوی.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button