د اشرف غني په طرحه سوله ( د افغانستان وېش)

سرلیکنه

په واشنګټن کې یو ځل بیا د افغانستان په سوله خبرې وشوې او له طالبانو ېې وغوښتل چې د اشرف غني له‌خوا د سولې  په هغه طرحه عمل وکړي کومه چې ېې د کابل پروسې په دویم پړاو کې وړاندې کړې وه او له طالبانو ېې د سولې د پروسې سر ه د یووالي غوښتنه کړې وه.

تېره ورځ چې د امریکا د دفاع وزارت ویاند مایک اندریو په کابل کې  خبري کنفرانس ته د  خپلو خبرو وروسته د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ویل هغه هم په افغانستان کې د سولې پر لور اشاره  وکړه او د افغانستان په اړه ېې دامریکا د پالیسۍ په یادونه وویل په افغانستان کې سوله را منځ ته کول یوازې دافغانستان سوله  نه بلکې د سیمې هېوادونو د امن لپاره اړینه ده؛ خو په افغانستان کې د هغو سیمو چې د حکومت له واکه وتلي دي بېرته لاس ته راوړل ېې موږ په لومړیتوب کې شمېرلي دي.

امریکا په افغانستان کې د جګړې د دوام له‌پاره خپله پالیسي په وار وار بدله کړې، د سولې په اړه موجوده طرحه د ټرمپ د هغې وینا پرخلاف ده چې طالبانو سره سوله نه کوي او په زور به ېې له منځه وړي. خو ځینې رسنیو لیکلي وو چې امریکا په نظر کې لري یوڅه سیمې د طالبانو په واک کې ورکړي او په افغانستان کې سوله رامنځ ته کړي.

د یو شمیرکارپوهانو په نظر طالب مشران هیڅ وخت دا ډول سوله نه کوي او نه به ېې وکړي ځکه دا ډول سوله  د افغانستان د وېش په معنا ده او د طالب مشرانو تل د افغانستان د یووالي لپاره مبارزه کړې او کوي ېې.

که د امریکا له‌خوا د (۷) مادو په طرحه کې ځینې ولایات او یا سیمې طالبانو ته سپارل کېږي د اخپله د افغانستان ویش ته زمینه برابره وي لکه په افغانستان کې چې د کورنیو جګړو پر مهال امریکا د ګزار کولو او لاس پټولو په لوبه د هرې جهادي ډلې ملاتړ کاوه او افغانستان ېې د کورنیو جګړو په اورکې وسوځاوه.

دامریکا په کړنلاره او داشرف غني په وینا چې طالبان دي افغان حکومت په رسمیت وپیژني دوی به دیوه سیاسي ګوند په نامه وپیژني  او له سولې سره د یوځای کېدو په صورت کې به د دوی امنیت خوندي وي خپله دا ثبوت ورکوي چې امریکا په افغانستان کې د سولې په وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي، نه طالبان افغان حکومت په رسمیت پیژني او نه افغان حکومت طالب مشرانو ته خوندیتوب ورکولای شي.

طالبانو د افغانستان په یوه برخه یا په څو ولایاتو کې د بهرنیو او افغان پوځونو پرخلاف وسله‌واله مبارزه نه ده پېل کړې بلکې په ټولو ولایاتو کې ېې د بهرنیو او د امریکا په لاس د جوړ پوځ پرخلاف جګړې پېل کړې ده؛ ځکه خو ېې د افغانستان د ویش له طرحې سره مخالفت څرګند کړی دی.

امریکا به یوشمیر اشخاصو ته دنده ورکړي وي چې طالبانو سره دپخلاینې په نامه د طالبانو په صف کې اختلاف رامنځ ته او د سولې په نامه د افغانستان ویش ته زمینه برابره کړي خو یوازې طالب مشران نه بلکې ټول افغان ولس په‌ دې پوهیدلې دي چې امریکا په افغان حکومت کې یوشمیر اشخاص دهمدې هدف دترلاسه کولولپاره ورننویستل څو حکومت اوطالب مشرانو سره سولې ته نوې بڼه وکړي.

دا طرحه چې طالب مشران دې یوشمیر سیمې خوندي اعلان کړې شوو سیموته سره د کورنیو راشي، دفترونه دې جوړکړي او دا طرحه د موجوده بحران دهواري معقوله لاربولي دا ډول وړاندیزونه دافغانستان د ویش طرحه او د امریکا د پلان یوه برخه ده .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button