ننګرهار: چاودنه کې څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۵) د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له کبله څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سيمه ييز چارواکي وايي، چاودنه نن سهار مهال د يادې ولسوالۍ اړوند د چمتلې په سيمه کې په يوه دکان کې رامنځته شوې ده.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، په پېښه کې يو تن وژل شوی او درې تنه نور سخت ټپيان دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button