دولت وزيري: له دې وروسته د دفاع وزارت وياند نه يم

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۵) د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري له خپلې دندې استعفا ورکړې او په خپله رسمي فسبوک پاڼه يې ليکلي، چې : (له نن څخه وروسته زه د دفاع وزارت ویاند نه یم).

هغه دغه راز  له خلکو غوښتي چې د ده د دندې په هکله ورسره خپل نظرونه شريک وليکئ چې دی څومره په خپله دنده کې بریالی و او يا نه و.

نوموړي ته لسګونه کسانو کمنټونه کړي چې ځينو د هغه د بريا تبصرې کړي او ځينو بيا يو درغواجن وياند بللی دی.

د ديدار زمري په نوم يو فسبوکي فعالي ورته ليکلي: مننه ښه شو جنرال صيب بريالى وې، خپل پرسونل ته دې ډير مورال ور کاوه خو سياست دی نو دروغ هم پکې چې نه وي نو خوند نه کوي.

دغه راز د احمد بريال په نوم يوه بل تن بيا ورته ليکلي: (بالکل بریالی وې!؟ خو د درواغو دې خانه ورخرابه کړه، زما خو اوس هم یقین نه راځي چې له دندې به شړل شوی یې، درواغ به وایې ځکه ستا خو هره ورځ اپریل فول وي).

تر اوسه د دولت وزيري د استعفا لامل نه دی په ډاګه شوی او نه د دغې وزارت وياندۍ لپاره کوم بل وياند ټاکل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button