مشرانو جرګه: اسحق ګيلاني بايد مجازات او محکمه شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۵) د افغانستان د مشرانو جرګه وايي، سيد اسحق ګيلاني بايد د وروستيو څرګندونو په اړه مجازات او محکمې ته وړاندې شي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار د مشرانو جرګې په ننۍ غونډه کې وويل، د ګيلاني وروستۍ څرګندونې د اساسي قانون او د ملي ارزښتونو پر ضد دي، امنيتي ادارې او ولسمشر بايد دغه موضوع جدي ونيسي او نوموړی مجازات او محکمه کړي.

د ملي پيوستون د ګوند مشر سيد اسحق ګيلاني څو ورځې مخکې په اسلام اباد کې د افغانستان په تړاو په يوې جوړې شوې غونډې کې وويل، چې افغان حکومت هند ته دا زمينه برابره کړې چې خاوره يې د پاکستان پرضد وکارول شي.

د ولسي جرګې يو شمير نورو غړو هم د ګيلاني د څرګندونو پر خلاف سخت غبرګون ښودلی، د هغه خبرې يې د ملي ګټو خلاف او نوموړی يې د پرديو غلام بللی، غوښتنه يې کړې چې نوموړی بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي.

تر دې مخکې، پاکستاني چارواکو ويلي و چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاروي خو افغان چارواکي د پاکستان دغه ادعاوې رد کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button