(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۵ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې امریکایي ولسمشر ګواښ وکړ؛ چې قصد لري تر څو پر چینایي تولیداتو واراداتي تعرفې لوړې او تر ۶۰ میلیارد ډالرو پورې واردات یې وتړي اږهمداراز داهیواد یې د معنوي مالکیت په غلا تورن کړ، دې اعلان په نړیواله سطحه د ونډو بازارونه را وغورځول او د چین سخت غبرګون یې هم را وپاراوو.
د شین هوا خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې هیواد دولسمشر د اقتصادي چارو سلاکار “لیوهی“ د امریکا د خزانې وزیر “استیون منوچین“ ته ویلي چې پکن اماده دی تر څو له خپلو منافعو په ښه توګه ساتنه وکړي.
چینایي چارواکو امریکا د نړیوالې سوداګري په نقض تورنه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا له هیڅ اقدام څخه ویره نه لري.
د سوداګري د سازمان مشر “روبرتو آزوودو“ هم د امریکا دا اعلان خواشینونکی بللی او ویلي دي چې امریکا په لوی لاس نړیواله سوداګري په خطر کې اچوي.
د ټرمپ تر اعلان وروسته چین ویلي چې قصد لري تر څو د ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت پیشنهادي تعرفې چې غذایي مواد او المونیم پکې شامل دي نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي تر څو د امریکا اقدام له ننګونو سره مخ کړي.


















