چارواکي: پاکستاني ځواکونو د کونړ پر خاوره د توپونو تازه بريدونه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۷) د کونړ ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې پاکستاني ځواکونو د کونړ پر خاوره تازه بريدونه کړي چې خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

د کونړ د امنيې قومندانۍ وياند فريدالله دهقان وايي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د پاکستان له لوري د کنړ پر دانګام ولسوالۍ د توپونو ۱۱۲ مرمۍ لګېدلي دي.

د دهقان په خبره، په دې بريدونو کې تر اوسه چاته د ځاني زيان راپور نه دی ورکول شوی خو ځايي خلکو ته يې مالي تاوانونه اړولي دي.

چارواکي وايي، چې اوس هم په وقفه يي توګه د پاکستان له لوري د توغنديو ګولۍ لګېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي و چې اوس هم د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې د کونړ پر خاوره د توغنديو بريدونه کېږي چې له کبله يې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتې دي.

د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان دولت او خلک د پاکستان دغه کړنه په کلکو ټکو غندي او دا يې د نړيوالو معيارونو خلاف عمل بللی دی.

بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې اړه يې تېره ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او له هغه يې غوښتي چې چارواکو ته پر کونړ د بریدونو راپور ورکړي ترڅو د توپونو ورولو دغه لړۍ په سمدستي توګه بنده کړي.

تر دې مخکې د افغانستان د دفاع وزارت ويلي و که د کرښې له هغې خوا د توپونو بريدونه وشي نو سرحدي ځواکونه اجازه لري چې بغير له امر اخيستلو متقابل ځواب ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button