داروزګان د پوهنې ریاست: په ښوونځیو کې میشتو امنیتي پوستو زرګونه ماشومان له زدکړو بې برخې کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۷ فرید افغان)

له هلمند ولایت وروسته د اروزګان د پوهنې ریاست او ولسي خلکو هم پر حکومت غږ کړی چې د دوی ماشومان دې درسونو ته پریږدي او له ښوونځیو دې امنیتي پوستې وباسي.
دوی وایي؛ امنیتي ځواکونه له مکاتبو څخه د پوستو او پوځي مرکزونو کار اخلي او همدې وضعیت زرګونه شاګردان د علم او پوهې له نعمت څخه بې برخې کړي.
د دې ولایت د پوهنې رياست د تفتيش آمر نجيب الله کامران رسنیو ته ویلي؛ چې له اړوندو امنیتي ادارو څخه یې په ځلونو د دې ستونزې د حل غوښتنه کړې خو چا پام نه دی ورته کړی.
نوموړی وایي؛ نه یواځې پوستې هلته شتون لري بلکې د مکاتبو ټول درسي مواد او نور لوازم هم چور شوي او تر ډیره یې ودانۍ هم نړیدلې .
بل پلو د یاد ولایت د امنیت آمر عبدالقوي عمري هم مني چې امنیتي ځواکونو په یو شمیر ښوونځیو کې پوستې جوړې کړې خو زیاتوي چې طالبانو هم په ځینو مواردو کې له ښونځیو د سنګر کار اخیستی.
نوموړی وایی؛ چې د دې ولایت ټول ښوونځي به د امنیتي ځواکونو له شتون څخه خلاصوي او که کوم زورواکي ورسره نه منله هغه به اړوندو امنیتي ادارو ته ورپیژني.
دا یواځې اروزګان نه ده چې افغان ځواکونه د تعلیمي ادارو څخه د پوستو او نظامي مرکزونو کار اخلي ؛په زیاتو ولایاتو کې همدې ستونزې لسګونه زره ماشومان له زدکړو محرومه کړي چې ښه بیلګه یې د هلمند ولایت ده.
د دې ولایت د پوهنې چارواکي څو ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و، چې شاوخوا ۲۰ بابه ښوونځيو او لیسو کې د امنیتي ځواکونو پوستې میشت دي او چارواکي یې هم غوښتنو ته کوم مثبت ځواب نه ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button