د تاشکند غونډه روانه ده، ګډونوال یې له قید او شرط پرته سوله غواړي
( کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۷ فرید افغان)
د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د افغان سولې په تړاو پیل شوې غونډه نن سهار رسماً پیل شوه چې ګډونوالو یې د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې د ګډحکومت له خوا طالبانو ته شوي وړاندیزونه مثبت وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې له کوم قید پرته دې وسلې پرځمکه کیږدي او له سولییز بهیر سره دې یوځای شي.
د غونډې ګډونوالو د بهر نیانو د نظامي شتون په برخلیک چې طالبان یې د جګړې اصلي لامل بولي ،هیڅ هم ونه ویل.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایوف وویل؛ موږ د افغان حکومت له دریځ څخه ملاتړ کوو او په وینا یې چې طالبان دې د سولې د خبرو دپیل لپاره سرتاسري اوربند وکړي.
نوموړي په افغان سوله کې د پاکستان، سعودي او قطر رول هو مهم وباله.
میر ضیایوف وویل چې د افغان سولې پخاطر د مستقیمو مذاکراتو لپاره موږ اماده یو چې زمینه سازي وکړو او په خبره یې چې افغان حکومت او طالبان دمخامخ مذاکراتو لپاره په ازبکستان کې هم غونډه کولی شي
نوموړي په اقتصادي برخه کې له هراته تر مزاره د اوسپنې د پټلۍ د غځولو ژمنه وکړه او تر څنګ یې وویل چې په تعلیمي برخه کې یې اوس مهال په هیواد کې ۱۰۰ افغان ښوونکي د مسلکي زدکړو په خاطر روزنه ترلاسه کوي.
تر ازبکستاني ولسمشر وروسته د ملي یووالي د حکومت مشر وغږیده او ویې ویل چې، موږ ثابته کړه چې د سولې غوښتونکي یو او تر څنګ یې د سیمې له هیوادونو سره په ګډه د ترهګرو د لمنځه وړلو هڅې هم کوو.
نوموړي وویل په افغانستان کې شاوخوا ۲ زره داعشي ملیشې فعال دي او دوی یې هم د لمنځه وړلو هوډ لري.
غني وویل؛ د منځنۍ اسیا او مرکزي آسیا وصلیدل د افغانستان تر ثبات پورې تړاو لري.
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسؤلې فدریکا موګیریني هم د افغان حکومت څخه ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې د منځنۍ اسیا هیوادونه باید د افغانستان د ثبات هڅه وکړي.
موګریني وړیل، که طالبانو سوله وکړه؛ موږ به یې د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د نومونو په ایستلو کې همکاري وکړو او د غني د سولې وړاندیز یې یو طلایي چانس وباله.
د شنونکو په باور؛ له ورایه ښکاري چې دغونډې جریان د سولې لپاره نه بلکه د اقتصادي موخو پر لور روان دی هغه څه چې د امریکا د دیپلومات نشریې څو ورځې وړاندې خبر ورکړی و چې دتاشکند ناسته د سولې په نامه د اقتصادي موخو لپاره راغوښتل شوې او په خبره یې چې په آخر کې به د سولې په نامه ظاهراً یوه مسوده هم نشر کړي.
دننۍ غونډې په جریان کې ازبکستان له افغانستان سره د مزار هرات تر منځ د پټلۍ د غځولو د پروژې په برخه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو مرستې لاسلیک هم وکړ.



