ګریسبک: طالبان په افغانستان کې د بهرنیانو، خو داعش د افغانانو شتون نه غواړي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۷ فرید افغان)
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ویاند ټام ګریسباک د مليټري ټایمز مجلې ته ویلي چې په افغانستان کې یواځې دوه ډوله وسلوالې ډلې ( طالبان او داعش) فعالې دي چې په خونړیو پیښو کې لاس لري.
نوموړی ویلي چې دواړه ډلې د یو اوبل سخت خلاف دي او تر ډیره خپلمنځي دښمني هم پالي.
ګرسبک ویلي؛ طالبان ملت پاله ډله ده چې یواځې د بهرنیانو پرضد راپاریدلي خو په وینا یې چې داعش ورانکاره او تروریستي ډله ده چې د افغانستان او افغانانو شتون نه غواړي.
ګرسبک وویل چې دوی له هیڅ کومې ډلې ملاتړ نه کوي او په دې برخه کې یې د روسیې هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې بهرنۍ ناپیژانده چورلکې داعشیانو ته اکمالات کوي.
نوموړي وویل؛ افغانان داعش ډله بهرنۍ تروریستي ډله بولي نو له همدې کبله د دې ډلې پرمختګ هم ناشونی ده.
دا په داسې حال کې ده چې په ځلونو د ملي شورا غړو ، دولتي چارواکو او عامو خلکو شکایتونه کړي چئ په ځینو شمالي او ختیځو ولایتونو کې ناپیژانده چورلکې داعشیانو ته اکمالات کوي او د هغوی پر وړاندې د جنګیدونکو پاڅون کونکو او طالبانو د جګړو لومړۍ کرښې بمباروي.



