(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۸ فرید افغان)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایی چې په افغانستان کې روانه جګړه د امریکایانو د جګړیز شتون له امله ده او له همدې کبله دا جګړه ورځ تربلې خونړۍ کیږي.
د دې هیواد دبهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي په ازبکستان کې د سولې په تړاو غونډه کې وویل، که امریکا په رښتیا هم په افغانستان کې سوله غواړي، او د روان ناورین له منځه وړل یې هدف وي باید خپل پوځونه له دې هیواد څخه وباسي.
نوموړي د اشرف غني له خوا طالبانو ته شوي وړاندیزونه ستایلي خو زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې د جګړې اصلي لامل د بهرنیو پوځونو تجاوزګر شتون دی چې په افغانانو کې یې ورځ تر بلې مخالفین پر زیاتیدو دي .
نوموړي ویلي چې د امریکا تګلاره له پیله ناکامه ده او له همدې امله وسله والې ډلې هم ورځ تر بلې خپل سیاسي مشروعیت پیدا کوي.
عراقچي ویلي د ځواکونو زیاتول او پر جګړو ټینګار به جګړه لا خونړۍ کړي او په خبره یې چې په همدې خاطر د بهرنیو پوځونو وتل د افغان سولې مقدمه کیدلی شي















