دسولي غولونکې تګلاره

لیکنه عزام حقاني
څه دپاسه اولس کاله کیږي چې په افغانستان کې جګړه ښه په درز روانه ده ، دا چې چا پیل کړې ، ولې یې پیل کړې ، او دڅه لپاره یې پیل کړې ، ټولي خبرې ښه واضح او دلمر په څیر هر چاته معلومي او ورباندي پوهیږي ، داچې څوک دفیل په غوږ کې پراته او په ویښه یې ځانونه په خوب اچولي دي بیله خبره ده ، دوی به یا قصدا داکار کوي ځکه ګټي به یې په کې خوندي وي او یابه مرفوع القلم وي چې ګیله ترې نه ده پکار ، او هغه بل جانب چې په هر څه پوهیږي خو بیاهم په خپل خره سپاره دي دجګړې یولوری بلل کیږي .
راځم دیته چې جنګ چا پیل کړی دی
که په رڼو سترګو او دسالم عقل په رڼا کې قضاوت وکړو نو دا به را ته معلومه شي چې په افغانستان کې روانه غمیزه امریکایانو پیل کړې او دیو ناروا او ظالم یرغل له لاري یې دافغانانو په ځمکه او فضاء تیری کړی ، دافغانانو دقربانیو په نتیجه کې رامنځته شوی اسلامي نظام یې چپه کړ او پرځای یې داسي نظام راووړ چې هر کال دنړۍ دفاسدو هیوادونو په کتار کې دویم اودریم مقام خپلوي ، دومره پاشل شوی حکومت چې دیو والي دلري کولو واک نه لري .
نو جنګ امریکایانو پیل کړی اختتام به یې هم دامریکایانو په وتلو سره راځي تر څو چې اشغال او دبهرنیانو شتون دلته وي جنګ به دوام لري ، که له چا سره واقعا هم دجګړې دختمولو غم وي نو بیادي هغه لار ونیسي کومه چې دجګړې په ختمولو کې مؤثره وي .
داچې څوک دسولي نعرې وهي او غواړي یې له هغه چا چې هغه بلکل په دي کې ملامت نه بلل کیږي پرته د ډرامې او د سولي په نوم دپسخند وهلو نه ماسوی کومه معنی نه لري ،
ځکه که چیري دغه خلک په ریښتیا هم چې یو ورځ په کابل کې خیمې لګوي اوبله ورځ په هلمند کې دسولي او د رواني غمیزي دختمولو پلویان وي نو ولي د اشغالګرو دسفارتونو مخته احتجاج او لارویون نه کوي او ولي دکابل په ادارې باندي زور نه اچوي چې تاسو په مختلفو هیوادونو کې دسولي په نوم کنفرانسونه ، غونډي او مجلسونه دائروئ ولي امریکایانو ته جواب نه ورکوی چې نور تاسو ته ضرورت نشته موږ پریږدی او خپل هیواد مو چې څنګه مو زړه وي هغسي یې جوړوو ، خو تاسو ورک شی .
دوی د ملامتیا ګوته طالبانو ته نیسي چې طالبان دي له دي فاسد او بلواکه حکومت سره بې قیده او بې شرطه دمذاکراتو په میز کینې چې دا خبره هیڅ سالم عقل نه مني ، ځکه طالب وایې چې زما قیام دهمدي لپاره ده چې په هیواد کې روان وحشت ته دپای ټکی کیږدم او جنګ زما انتخاب نه ده بلکه را باندي تپل شوی .
موږ د الله جل جلاله په حکم را پاڅیدلي او دکفار دناولو قدمونو څخه د خپلي خاوري ازادي مقدس جهاد بولو.
روان جهاد د ټول ولس د ساتلو او د اشغال د خاتمې لپاره د شرعي حکم په اساس روان دی، دا کومه د شوق اومادیاتو جګړه نه ده چې زموږ ولس ترې تیر شي، بلکې د اسلام او کفر ترمنځ پریکنده معرکه ده چې د بریا منزل ته رسول يې د ټول مجاهد ولس دنده.
طالب جنګ ته مجبور دی ، نو راځئ په ګډه له طالب سره دهغه دمجبوریت په ختمولو کې کار وکړو ، ځکه دا زموږ او ستاسو ګډ کور دی که ریښتیا هم دسولي او په هیواد کې دارامۍ او سوکالۍ غوښتونکي یاست نو بیا مو لار او طریقه غلطه کړې ده ، زموږ دټولو مشکلاتو اساسي ستونزه اشغال دی ، راشی دامریکا دسفارت مخي ته خیمه ولګوی او دشعار ورکړی چې ستاسو حضور موږ افغانان نه غواړو ، دا تاسو یاست چې زموږ ګران هیواد او هیوادوال مو له غمونو او مشکلاتو سره مخ کړي دي.
که داسي نه کوی بلکه تاسو له طالبانو دجنګ ختمول غواړی نو موږ پوهیږو چې دا دسولي دبدنامولو یوه دپخوا په څیر غربي ناکامه دسیسه ده چې همداسي بې نتیجې به پای ته رسیږي.
د واقعي سولي په هیله



