تميم توفيق
د هلمند مرکز لښکرګاه کې له مرموزې چاودنې وروسته د مدني فعالانو په نوم څو سړو او ميرمنو خيمه درولې او وايي چې موږ به د طالبانو د ليدو لپاره موسی کلا ته د يو کاروان په شکل ورځو، لمن او پلو به ورته غوړوو چې جنګ بس کړي، ترڅو چې له موږ سره دا غوښتنه ونه مني، تر هغو به هلته د تحصن خيمه ولاړه وي.
د دې ځوانانو شعار په زړه پورې دی او هڅه يې هم پر ځای او د ستاينې وړ ده، خو نه پوهيږو جِلب يې د چا په لاس کې دی چې د هلمند مرکزي بيس، د شوراب اډه او په کندهار کې د يرغلګرو ځواکونو لوی مراکز يې ترې پټ کړي او د موسی کلا د هغو خړو او نيمه تخريب شويو کلاګانو په لور يې حرکت کولو ته اماده کړي چې له ۱۷ کلونو را په دېخوا د اشغالګرو تر بمبارونو او چاپو لاندې دي.
موسی کلا ته د پرلت د ګډونوال ورور او خورکۍ تود هرکلی به وشي او د هڅو او غوښتنو پوره احترام به يې وشي، خو آيا دوی له ځان سره دا تصور کړی چې:
د هغو وروڼو په ليدو به څه احساس کوي، چې په خپل ورک تنکي زلمي ورور پسې د ډيرې ژړا له امله يې له سترګو د وينو ډنډونه جوړ شوي وي، آيا دوی به هغوی ته د دې سوال قناعت بخش ځواب ولري چې په ژړغوني اواز ترې وپوښتي: زما ورور امريکايانو وړی او له ۱۷ کلونو راهيسې نادرکه دی، تاسې به يې راته پيدا کړئ؟
د پرلت خورکۍ به د هغې غمځپلې ادکې له غريوه ډکې کيسې د اوريدو تاب ولري چې ورته پيل شي: هاغه مخامخ په ديوال لګيدلی زما د يوازيني شهيد زوی عکس دی، چې وړم کال امريکايانو او توپکيانو زما د سترګو په وړاندې لاس او پښې تړلی شهيد کړ، اوس يې دغه پنځه خړ پړ يتيمان راپاتې دي او زه يې يوازينۍ سرپرسته يم. د دې کيسې او سلګيو په اوريدو به د پرلت مدني فعاله خورکۍ لا هم د زمکې پر سر ناسته وي!!!
د پرلت زلموټي او پيغلوټي چې تر موسی کلا پورې د سفر له امله به د خپلو پښو له تڼاکو زوريږي او دا به ورته لويه قرباني ښکاري!!!، د هغو سپينږيرو، سپين سارو، ماشومانو او نجونو په ليدو به يې غوني ځيږه شي چې په واده کې په امريکايي بمبار د شهيدو شويو زلمو او پيغلو له قبرونو راروان وي او دوی ته له اوښکو ډکې سترګې په مخه ورشي؟
آيا د پرلتوالې خورکۍ وجدان به د موسی کلا ړنګو کلاګانو ته په هغه هديره د تېرېدو اجازه ورکړي چې د سپيشل فورس عسکرو په هاوانانونو/توپونو د شهيدو شويو ناوکيو پر قبرونو ولاړې شناختې يې سل زړه لړزونکې کيسې بيانوي او پر قبرونو پراته بنګړي يې سترګې بريښوي.
نو که د پرلت ګډونوال (ورور/خورکۍ) د دې کيسو اوريدو تاب لري او د امريکايي اشغال له امله د لسګونو غمځپليو کورنيو په ليدو يې اسلامي، افغاني او بلاخره انساني احساس نه راويښېږي؛ نو موسی کلا ته دې په خير راشي، ګنې سوله دې په هغو ښکاره او پټو وحشي زندانونو، د هغو قرارګاوو په شکنجه خانو او هغو هوايي اډو کې ولټوي چې د موسی کلا او د هيواد د هرې سيمې ډير تنکي زلمي يې له يوه نړۍ ارمانونو سره د ګور ميلمانه کړل، ډير ماشومان يې د پلار له مهربانه سيوري محروم کړل او ډير له لاس او پښو لوېدلي عمر خوړلي يې يتيمانو لمسيانو ته لاس تر زنې کينول.


















