کونړ: نوي کال کې د ۲۱۵ميليونه افغانيو په ارزښت ۱۳۲ پرژوې پيلېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۹) د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت دکونړ ولايت په درې ولسواليو کې د ۳۳۸ نويو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړ.

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير مجيب الرحمن کريمي کونړ ولايت ته د سفر پر وخت خبريالانو ته وويل، د هېواد په کچه د ولسي تړون د پروژو پرانيستې په لړ کې کونړ ولايت ته د ۳۳۸ پروژو برخه ورکړل شوې چې ۵۴۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي او د څلورو کلونو په موده کې به بشپړې شي.

د کريمي په خبره، روان کال به د ۲۱۵ميلیونه افغانيو په لګښت د ۲۸۱ شوراګانو په همکارۍ ۱۳۲ بېلابېلې پروژې پلي شي.

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير، په کونړ ولايت کې د شپيته ميلیونه افغانيو په ارزښت د دوو پشپړو شويو پروژو پرانيسته هم وکړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button