د تاشکند ناسته؛ د وخت ضایع او که د سولې کیلي؟/ هېواد ریان

افغان دولت، اروپايي ټولنې، د سیمې هېوادونو او یو شمېر نورو نړیوالو ټولنو د افغان سولې د غونډو په جوړولو پیل کړی. دغه ناستې کله په کابل، کله په تاشکند او کله په اسلام اباد کې جوړېږي؛ خو د جگړې مهم لوری«امریکا» په ټولو ناستو کې چوپه خوله ناسته وي. یوازې د غونډو ننداره کوي؛ خو له خولې اُففف هم نه باسي او حتا داسې هم نه گڼي، چې روانه جگړه امریکا پیل کړې او پر افغانانو دغه حالت د امریکا له لاسه راغلی دی.
له بل لوري په دغو ټولو ناستو کې طالبانو ته د ګډون اجازه نه ورکول کېږي. نه یې نظر اخیستل کېږي، نه ورته د مخامخ خبرو زمینه برابرېږي. خو امریکا، افغان دولت، اروپايي ټولنه او د سیمې هېوادونه بیا د سولې غږ پورته کړي او له طالبانو وغواړي چې راشي او تسلیم دې شي. کابل کې دې یو ځای ورکړل شي او نور دې د اشغال، د امریکا حضور او د اداري فساد خبرې دې هېرې کړي.
د کابل پروسې په دویمه ناسته کې افغان ولسمشر طالبانو ته مهم وړاندیزونه وکړل؛ خو په همدغه ناسته کې غني ونه ویل، چې امریکا کله له افغانستانه وځي؟ نه امریکايي چارواکو وویل چې موږ په دغه نېټه خپل ټول ځواکونه اوباسو او تاسې پوه شئ او حکومت مو!
روانه اوونۍ په تاشکند کې هم ورته ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې یوازې د جگړې یوه ډله پکې وه او دوی ټولو چې له چا سره جگړه پیل کړې او د دوی پر وړاندې مقاومت کوي هغوی پکې برخه نه لرله. په دغه ناسته کې د امریکا او ناټو استازي هم وو؛ خو د افغانستان د اشغال د پای ته رسولو په اړه یې هېڅ ونه ویل.
اروپايي ټولنې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د افغان حکومت شرطونه ومني او سوله دې وکړي؛ خو همدې ټولنې ونه ویل، چې له افغانستانه به جرمنیان، انگرېزان، ډنمارکیان، فرانسویان، هنگریان، ایټالویان او د نورو اروپايي هېوادونو عسکر کله ووځي؟ ځکه اروپايي ټولنه د امریکا متحده او د افغان جگړې مهمه برخهواله ده. د ناټو په چوکاټ کې د دې ټولنې مهم غړي برخه لري. د افغان جگړې نیمايي بیه اروپايي ټولنه پرې کوي، زرگونه عسکر یې رالېږلي او هر کال افغان حکومت ته د مرستو راټولولو لهپاره نړیوال کنفرانسونه رابولي.
سوله یوازې په دې نه راځي، چې امریکا او نړیوال دې له طالبانو د تسلیمۍ غوښتنه وکړي؛ خو نوره نړۍ دې د طالبانو مهمې غوښتنې «د امریکایانو وتل یا نړیوال تظمین، د اسلامي نظام نافذول» دې له یاده اوباسي.
که سوله په داسې غونډو راتلای؛ نو اوس به وختي راغلې وای. ځکه دغسې ناستې د کرزي له وخته پیل شوي او اسلام اباد به هره اوونۍ د یوې ناستې کوربه وو. خو نه یې د روانې جگړې مخه ونیوله او نه په جگړه کې د پاموړ کموالی راغی.
د افغانستان د روانې ستونزې حل یوازې په دې کې دی، چې امریکا دې د خپلو پوځیانو د وتلو مهالوېش اعلان کړي او افغانان دې پرېږدي، چې خپل حکومت او خپل چارواکي ولري. گنې داسې ناستې یوازې د وخت ضایع او د افغانانو د وژلو لاملونه دي.



