مصر: د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیي چې سیسي د بیا ځل لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۹ فرید افغان)
مصرۍ رسنۍ خبر ورکوي چې ؛ د مصر ټاکنې د دوهم ځل لپاره ۶۳ کلن عبدالفتاح السیسي ګټلې.
په دې ټاکنو کې موسی مصطفی د حزب الغد ګوند مشر له سیسي سره رقابت کاو چې سیسي ورڅخه ۹۰ سلنه رایی وړې دي.
یادې ټاکنې د مارچ له ۲۶ تر ۲۸ پورې روانې وې چې اوس یې شمیر پیل شوی او لا یې هم وروستي نتایج نه دي ابلاغ شوي.
سیسي څلور کاله وړاندې د مصر ولسمشرۍ ته د ۹۷ سلنه رایي په ترلاسه کولو لار پیدا کړه چې له څلور کلنې واکمنۍ وروسته د دوهم ځل لپاره هم یادې څوکۍ ته نوماند شو.
د مصر د الیوم السابع ویبپاڼه لیکي چې د سیسي رقیب څلور سلنه رایي وړې او ټاکل شوې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ټاکنو وروستۍ نتایج هم اعلام شي .
باید وویل شي چې په دې ټاکنو کې د واکمن سیسي په ګټه د ډیرو لاسوهنو او درغلیو راپورونه هم ورکړل شوي.
سیسي په مصر کې د امریکا له لویو متحدینو څخه دی چې په دې هیواد کې د یو دیکتاتور رهبر په څیر ورته کتل کیږي



