ضمیرونه مړۀ دي، وجدان کې مو ذره چارج هم نه دی پاتې

جاوېد دريځ

.

د څنګل خوبونو، د لیلی مړوند، د ذلیلې دنیا حُب (کلوا وتمتعوا) په امید کې د پسونو په څېر وژل کیږو او د صلیب رحم وکرم ته منتظر یو!

د فرا ولایت د جلسې په مراسمو وحشیانه برید او د لسګونو علماوو برحمانه شهادت دا د غربي بدمعاشانو ستر جرأت او زمونږ نهایي بې غیرتوب په ډاګه کوي.

 مونږ اوس له دا ډول پیښو سره عادي شوي یو،

اوس هیڅ باک نه راته ښکاري،

او پدې یې تمامه کړو چې: “خدایه ته دې مسلمانانو مل شې پرته له تا بله اسرا او امید نلرو!”

دا د مایوسی تر حده وروستي الفاظ دي چې هم د ناریتوب خلاف دي او هم د افغانیت/اسلامیت او پښتونوالی!

لاس تر زنې ځوانان، نه خپل تاریخ بدلولی شي او نه هم د راتلونکو نسلونو!

مونږ پوهیږو چې نه مو پلرونه دومره بې غیرته، بې احساسه او بې وجدانه وو او نه مو هم نیکونه!

دوی مونږ ته میړانه پریښي او تل یې نورو ته غاښ ماتوونکی ځواب.

خو مونږ..!

مونږ دهندي او ترکي سیریالونو په مینه بوخت او د کریکټ په زولنو تړل شوی اولس پرته له دې څه کولی شو چې فقط یو سوړ اسویلی مو له خولې ووځي او بس خلاص…؟

ایا پدې به خپل ضمیر له ملامتیا وژغورلی شو!؟

نه هیڅ کله نه!!!

مونږ یوازې او یوازې چې وکولی شي له دې حالته نجات راکړي هغه دادی چې پخپل ځان باور، د پلرونو په پلۀ قدم او د الله عزوجل په مرسته د صلیب پر وړاندې عملا پاڅون وکړو او بس.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button