سوريه: بمي چاودنه کې ۷ تنو بهرنيو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۱) د ورکړل شويو راپورونو پربنسټ، په سوريې کې د بهرنيو ځواکونو په موټريز کاروان د چاودنې په ترڅ اوو تنو بهرنيو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چاودنه پرون ناوخته د سوريې په منبج ښار کې د نړيوالو ځواکونو په موټر شوې، چې په ترڅ کې يې يو امريکايي او يو برتانوی پوځي وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان دي.

د برتانيې دفاع وزارت په چاودنه کې د يو برتانيايي عسکر وژل کېدل تاييد کړي دي.

تر اوسه په چاودنه کې د ټپي شويو عسکرو هويت نه دی په ډاګه شوی خو پنټاګان ويلي چې د هغوی کورنيو ته له معلوماتو ورکولو وروسته به يې هويت په ډاګه کړي.

نړيوال ځواکونه د سوريې په يو شمير ښارونو کې د اسلامي ډلو پرضد جګړه کوي چې وخت ناوخت د هغوی د بمي چاودنو او مخامخ بريدونو هدف ګرځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button