فارياب: شپږ مهمې سيمې د طالبانو لاسته لوېدلي- د ولايت د سقوط اندېښنه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۱) په فارياب ولايت کې سيمه ييزو پوليسو يو شمير مهمې ستراتيژيکې سيمې پرېښي او خپله مرکز ميمنې ته ستانه شوي دي.

د سپوږمۍ راډيو د راپور له مخې، سيمه ييزو پوليسو شپږ مهمې سيمې خوشي کړي چې د هغوی له تګ وروسته د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

د دغې ولايت د ګرېزوان ولسوال ملا فیض الله وايي، د سيمه ييزو پوليسو (اربکيانو) قومندان عبدالمجید وکيل زاده د خواجه غار، یوخن، دره شاخ، تخاره، اب باریک او بهارک مهمې سيمې خوشې کړي او قومندان له افرادو سره د ميمنې ښار ته تللی دی.

د فیض الله په خبره، د يادو کليو په نيولو سره د ولسوالۍ مرکز ته هم جدي ګواښ پېښ دی او که مرسته ونه شي نو ښايي چې ولسوالۍ هم سقوط شي.

له بلې خوا د ولايتي شورا مرستيال صبغت الله سېلاب هم تاييدوي چې يادې سيمې د طالبانو لاسته لوېدلي اندېښنه کوي که حکومت د فارياب ولايت ته پاملرنه ونه کړي ښايي د ولايت مرکز هم په بشپړ ډول سقوط شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره او وړمه ورځ د غور ولايت د چهارسدې ولسوالۍ د څوارلسو لويو کليو خلکو له طالبانو ملاتړ اعلان کړ چې طالبان وايي په يادو سيمو کې د حبيب الله، مولوي ګل محمد او ملاګل په نوم قومي مخورو ورته له پنځه نيم سوو زياتې سپکې او درنې وسلې او په زياته اندازه مهمات هم سپارلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button