ليکوال: محمد عمر منصور
کله مې چې په رسنيو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ته منسوب هغه خبر ولوست چې ګواکې، هېواد یې د مالي مرستې لپاره د طالبانو غوښتنه ونه منله، او په دې هکله مې د لوستونکو غبرګونونه ولوستل نو اړينه مې وبلله چې زه هم د عام افغان په حيث د دې تاوده خبر په هکله خپله نظريه همداراز يوه تاريخي واقعه ليکبند کړم.
سياست که څه هم په اسلام کې يوه مقدسه پيشه ده خو کفارو او ځينو خودغرضو مسلمانانو په درواغو مبني تورو چې له حقيقت سره يې هيڅ اړخ نه لګيږي داسې بدنام کړ چې اوس د صحرا يوه شپونکي هم دا درک کړې ده چې: په سياسي لوبه کې تل ريښتيا کم او دروغ زيات وي او پوهيږي چې ځينې وخت خو د ريښتيا بلکل څرک نه کې ليدل کيږي او موضوع دومره دروغژنه وي لکه په فلمونو کې درز/غوبل، قتلونه او نورې خبرې.
که څه هم د زياتو شنونکو په باور دا خبر به بې بنسټه او بشپړ دروغ وې چې طالبانو دې له روسيې څخه د مالي مرستې غوښتنه کړې وي خو که ريښتيا هم شي راځئ داسې پېښې په اسلامي تاريخ کې را وسپړو ترڅو پوه شو چې دا کار په اسلام کې څه درجه لري؟
قدرمنو لوستونکو!
که چيري تاسو د حنين غزا ښه په تفصيل ولولئ، خبردار به شئ چې رسول الله مبارک له مکه ميشتي مشرک صفوان بن اميه (هغه وخت لا نه و مسلمان شوى) څخه د ګڼ شمېر وسلې مرسته په ياده غزا کې د نورو کفارو سره د مقابلې لپاره اخيستي ده فلهذا ويلى شو که طالبان د ګران وطن افغانستان د آزادۍ لپاره له هرکافر څخه مرسته وغواړي د اسلامي او انساني حقوقو له نقطه نظره به په کې هيڅ قباحت/بدوالى نه وي؛ ولې بيا هم د يو شي يادونه ډېره ضروري ده: طالبانو په ځلونو دا په خپلو اعلاميو کې په ډاګه کړې ده چې دوى به هيچا ته اجازت ورنکړي (هغه که د امريکې او روسيې په ګډون هر څوک وي) چې افغانستان ته خپل نظامي ځواک دننه کړي او د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندي راولي بلکې د هغوى په مقابل کې به د اوسپنيز ديوال په څېر کلک ودريږي او غاښ ماتوونکى ځواب به ورکړي.
دلته د حيرانتيا او خندا خبر دا ده چې د کابلوف دې بې بنسټه تور ته (که څه هم له اسلامي او د وطني ګټو له اړخه بد والى نلري) د امريکې هغو لاسپوڅو ښه په درز هوا ورکړې ده چې همدا اوس هم د اشغالګرې امريکې په پيسو اخيستل شوي بوټونه په پښو، د امريکې په پيسو اخيستل شوې دريشي په تن، امريکايي ډالري تنخوا په جيب کې او ان د کافر نيواکګر امريکايي فوځونو د ساتنې په خاطر د خپلو افغانانو د وژلو لپاره امريکايي توپک په اوږه لري.


















