وټس‌اپ د پیغامونو په لېږد کې له فېسبوک مخکې شوی دی/خالد روان

هره میاشت یوه نوې ټولنیزه شبکه د انټرنېټ په نړۍ کې په فعالیت پیل کوي. ځینې یې ژر مشهورې شي او د کاروونکو شمېر یې له میلیونونو واوړي؛ ځو ځینې یې د څو کلونو په تېرېدو بیا هم شهرت نه پیداکوي.

اوس‌مهال فېسبوک مشهوره ټولنیزه شبکه ده، چې د کاروونکو شمېر یې ۱.۳ میلیارده خلکو ته رسېږي. په ټولنیزو شبکو کې واټس‌اپ بیا د پیغامونو په لېږد کې له فېسبوک مخکې دی.

د نړیوال اقتصاد ټولنه وايي، په ۲۰۱۷ز کال کې په منځني ډول په هرو ۶۰ ثانیو کې د واټس اپ له لارې ۲۹ میلیونه پیغامونه لېږدول شوي، چې په هر یو ساعت کې ۱.۷ میلیاره پیغامونه کېږي، یا د واټس‌اپ له لارې هره ورځ ۴۰ میلیارده پیغامونه تبادله شوي دي.

دې ټولنې په خپل راپور کې ویلي، واټس اپ د کاروونکو شمېر اوس له یو میلیارد اوړي، چې د پیغامونو د لېږد په برخه کې یې ځینې شبکې شا ته کړي دي.

تېر کال فېسبوک اعلان کړی و، چې په میاشتني ډول دوه میلیارده فعال کاروونکي لري، چې د نړۍ له هرو څلورو نفرو یو تن هره میاشت خپل فېسبوک گڼون کتلی او استعمال کړی یې دی.

د اقتصاد نړیواله ټولنه وايي، په هره دقیقه کې د ټولینزو شبکو له لارې ۲۴۳زره انځورونه خپرېږي، چې دغه شمېره ورځ تر بلې د لوړېدو په حالت کې ده.

د ټولنیزې شبکې بلې مشهورې کمپنۍ ټویټر هم اعلان کړی، چې تېر کال یې ۳۳۰ میلیونه فعال کاروونکي لرل، چې هره میاشت یې ۳۵۰سوه زره ټویټونه کړي دي.

ټېلي‌‌گرام، ټویټر، انسټاگرام، فېسبوک، لنک ایډن، سنپ چټ او لسگونه نورې شبکې اوس مهال فعاله دي؛ خو زموږ د هېواد ډېری اوسېدونکي یوازې فېسبوک استعمالوي او له نورو شبکو سره چندان علاقه نه ښيي.

واټس‌اپ د فېسبوک په پرتله د انځورونو په لېږد کې ښه دی او د انځور کیفیت ورسره نه خرابېږي او په اصلي حجم بل کس ته لېږل کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button