د نښتو له کبله د کابل- جلال اباد لاره دوه ساعته تړل شوې وه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۲) نن سهار د سروبي ولسوالۍ مربوط د وريښمين تنګي په سيمه د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د نښتو له کبله د کابل- جلال اباد لويه لاره د دوو ساعتونو لپاره تړل شوې وه.

يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې طالبانو د وريښمين تنګي په سورۍ تيږه کې د دولتي ځواکونو په پوځي کاروان او په سيمه کې په پرتو پوستو بريدونه وکړل په ترڅ کې يې عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د سرچينې په وينا، طالبانو سهار وختي د لويې لارې په پوستو بريدونه کړي، نښتې دوه ساعته دوام وکړ چې له کبله يې د کابل جلال اباد لويه لاره تړل شوې وه.

د بريد مسئوليت طالبانو منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د جګړې په پايله کې د دولتي ځواکونو يو ټانګ او يوه رينجر موټر په مکمله توګه ويجاړ شوي او پکې پنځو تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مجاهد په خبره، په وژل شوو کې د بلوک قومندان نيک محمد هم شامل دی او زياتوي چې د وژل شويو عسکرو يو شمير وسلې او مهمات هم د دوی لاسته ورغلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button