پکتیا: د اشرف غني له سفر سره سم ،ښار ته ورغلې ټولې لارې د خلکو پر مخ تړل شوې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۲ فرید افغان)

د ګډحکومت مشر د پکتیا مرکز ګردیز ته تللی تر څو دلته د رغنیزو چارو سربیره له یو شمیر نفوذي مشرانو او شخصیتونو سره ناسته وکړي.
که څه هم ارګ نن رسماً ومنله چې ولسمشر ګردیز ته رسیدلی خو د دې ولایت چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي،  چې غني له تیرو دو ورځو راهیسې په پکتیا کې دی او د دې ولایت له مختلفو مشرانو، دولتي چارواکو او مدني فعالاتو سره یې لیدنې کتنې کړې.

د پکتیا د والي وياند عبدالله حسرت رسنیو ته ویلي ؛ غني به د زرمت ګردیز سړک افتتاح ، د نوې امنیې قوماندانۍ د کار پرانیسته او یو شمیر نورې پروژې پیل کړي.
پر همدې مهال د پکتیا مرکز ګردیز ته ټولې ورغلې لارې سختې تړل شوې او موټرو ته له خورا سختې تلاشي وروسته ښار ته د ننوتلو اجازه ورکول کیږي.
نه یواځې پکتیا بلکه له خوست څخه هم پکتیا ته ورغلې لویه لار له سخت امنیتي پوښښ لاندې ده.
ځایي خلک وایي؛ تیره ورځ ماسپیښین مهال د دې ولایت په دوه منده ولسوالۍ کې د پکتیا ګردیز لویه د کمپاین (ضربتي) ځواکونو له خوا وتړل شوه چې تر تیاره ماښام وروسته سلګونو ولاړو موټرو ته چې بیړني ناروغان هم پکې و، د تګ اجازه ورکړل شوه.
په دې ولایت کې د لارو د بندیز له کبله خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button