د ګردیز— ارغندۍ ۲۲۰ کیلوولټه بریښنا لین رسماً پرانیستل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۲ فرید افغان)

پکتیا ته د ولسمشر له سفر سره سم د دې ولایت او د کابل د پغمان وبسوالۍ د ارغندۍ د سیمې تر منځ د بریښنا لین رسماً وصل شو.
که څه هم ولسمشر په یو نا رسمي سفر له نوروز څخه یوه ورځ وړاندې هم دې ولایت ته تللی و او د دې ولایت د بریښنا پرانیسته یې کړې وه، خو نن یې رسماً د دوه سوه کیلو ولټه بریښنا پروژه پرانیستله.
دیاد لین ظرفیت ۳۰۰ میګاواټه دی چې ګردیز ته به یې ۳۲میګاواټه برېښنا ورکړل شي . په دې مسیر کې به د لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو تر ۴۰ زره کورونو ته بریښنا ورکړل شي

ګردیز بریښنا

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button