د هلمند له پرلتیانو داکټر عبدالله خپل ملاتړ اعلان او هغوی هم اعتصاب مات کړ
(کابل تکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۲ فرید افغان)
د هلمند پرلتیانو چې شمیر یې تر ۳۰ تنو رسیږي خپل اعتصاب مات کړی دی.
دوی وایي چې اعتصاب ته یې د ځایي علماؤ په غوښتنه د پای ټکی ایښی دی.
دوی وروسته تر هغه اعتصاب پیل کړ کله چې طالبانو یې غوښتنو ته مثبت خو مشروط ځواب ورکړ.
طالبانو د پرلتیانو د سولې غوښتنې ته په ځواب کې وویل چې دوی هر وخت سولې ته چمتو دي خو په هلمند او بګرام کې دې د امریکایانو پوځي اډو مخې ته هم ورته لاریون وکړي او له هغوی دې وغواړي تر څو د هیواد اشغال پای ته ورسوي.
پرلتیانو د امریکایانو پوځي مراکزو ته له ورتګ څخه ډډه وکړه او پر اعتصاب یې پیل وکړ.
بل پلو اجرایه رئیس رسماً له دې خوځښت څخه ملاتړ اعلان کړی.
اجرایه رئیس ویلي؛ د پرلتیانو غوښتنې د حکومت غوښتنې دي، طالبان باید له جګړو او مخالفتونو لاس واخلي او له سولییز بهیر سره یوځای شي.
آخوا د هلمند ځایي چارواکو هم له دې کسانو سره د امنیت په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی.
د سیاسي چارو کارپوه وحید فقیري په دې تړاو لیکي “ د هلمند غذايي اعتصاب ختم سو. خو هلمند والو ته پکار ده چي د امریکايانو پر ضد پراخو سوله ایزو مظاهرو ته مخه کړي. ځکه غذايي اعتصاب د ځان ځورول دي، خو د امریکا د اشغال پرخلاف اواز پورته کول د خپل ولس ازادول دي، او د افغانستان اصلي مشکل ته پام کول دي.“
د څارونکو په آند د پرلت ډیری ګډونوال له حکومت سره په یو نه یو ډول همکاري لري نو همدې اساس ښایی د حکومت په ملاتړ د دوی هڅې په هلمندي ولسونو کې کومه مثبته نتیجه ونه لري.



