(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۲ فرید افغان)
تیره ورځ اسرایلي ځواکونو د زرګونه فلسطیني مظاهره چیانو پرګڼه ګوڼه چې د “ځمکې ورځې“ په مناسبت یې سولیز لاریون کاوو، ډزې وکړې چې له امله یې ۱۵ فلسطینیان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.
د اناتولیا خبري اژانس له قوله، اسرایلی لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه بیانیه کې ویلي؛ له خپلو یهودي پوله ساتوځواکونو په مننه چې د “ځمکې ورځې“ دا اختر یې په خپلو ښاریانو آرام کړ.
د اسرایلو دفاع وزیر آویدګو لیبرمن بیا دا لاریونونه د حماس ډلې په لمسون وبلل او لاریونوالو ته یې د “ریاکارانو“ نوم ورکړ.
دا لاریونونه چې د “بیا به راګرځو“ تر شعار لاندې ترسره کیدل زرګونو تنو فلسطینانوبرخه اخیستې وه چې په نتیجه کې یې د اسرایلي ځواکونو په مخامخ ډزو ۱۵ تنه ووژل شول او ۱۴۰۰ تنه نور ټپیان شول.
د ترکیې ولسمشر دا پیښه غندلې او له امریکایي ولسمشر نه یې غوښتي چې د دې پیښې په تړاو دې منصفانه پریکړه وکړي.
د ځمکې ورځ یانې څه؟ !
اسرایلي چارواکو په ۱۹۷۶ کال کې د فلسطیني ولسونو اړوند د الجلیل سیمې زرګونه هکتاره ځمکه په خپل کنترول کې راوسته چې فلسطینیانو تر دې اقدام وروسته په غذایي اعتصاب لاس پورې کړ او لوی لاریونونه یې وکړل.
هغه مهال اسرایلي نیواکګرو ځواکونو پر فلسطیني لاریونوالو د «دیرحنا» سیمه کې ډزې وکړې چې ۶ تنه پکې ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.
دا د اسرایلو او فلسطیني مقاومت کونکو تر منځ لومړۍ نښته وه چې مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.
هغه مهال په یاده سیمه کې ۲۰ سلنه مسیحیان او نور ټول مسلمانان میشت و، چې اوس هم فلسطینیان دا ورځ د مقاومت د سنبول په توګه لمانځي او په همدې توګه خپل مظلومیت نړۍ ته ښکاره کوي.


















