(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۲) په افغانستان کې د ملکي خلکو د خونديتوب او عدالت غوښتنې يا ” سي پي آی جي” ډله وايي چې د وړمې مياشتې په پرتله د تېرې مارچ مياشتې د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته وه.
سي پي آی جي په خپل مياشتيني راپور کې ويلي، د مارچ مياشتې له لومړۍ نيټې تر يودېرشمې پورې ۴۴۳ ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له جملې يې ۱۲۱ تنه وژل شوي او ۳۲۲ نور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړې، دغه مرګ ژوبله د افغانستان په پنځلس ولايتونو کې د سرتيرو بريدونو، بمي چاودنو، هدفي وژنو، د هاوان مرمۍ لګېدو او د شپنيو عملیاتو پر مهال اوښتې ده.
سي پي آی جي په خپل راپور کې ويلي،تر ټولو زياته مرګ ژوبله د کابل کارته سخي سيمه کې د سرتيري برید له کبله رامنځته شوې او ورپسې زياته مرګ ژوبله د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ميلي پر مهال د موټربم بريد له کبله رامنځته شوه چې په ترڅ کې يې شپاړلس ملکيان ووژل شول او تر پنځوس پورې نور ټپيان شول.
د کابل بريد مسئوليت داعش ډلې منلی و خو د هلمند بريد پړه تراوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.
دغه راز راپور کې راغلي، چې د بمي چاودنو او هدفي وژنو له کبله هم زياته مرګ ژوبله رسېدلې زياتوي د هاوان مرميو لګېدو پنځوس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده چې د وسله والو او دولتي ځواکونو له لوري په ملکي ميشت ځايونو توغول شوي دي.
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې ليکلي، په یو شمير سيمو کې د شپنيو عملياتو پر مهال ملکي وګړي په نښه شوي، يادې ادارې يې يوه بيلګه راخيستې چې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې په بزګرانو برید چې له کبله يې اته تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول، همدارنګه پر کونړ ولايت د پاکستاني ځواکونو د توپونو له کبله د يو تن د وژل کېدو او دوو تنو نورو د ټپي کېدو راپور هم راخيستل شوی دی.
د سي پي آی جي مشر عزیز تسل وايي، د ۲۰۱۸ م کال له پيل راهيسې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه مخ پر لوړېدو ده.
د ملکي وګړو د خونديتوب اداره په داسې حال کې دا راپور نشروي چې ډیری ملکي خلک د شپنيو چاپو او ګډو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي، لکه د خوست په نادرشاه کوټ، د خوږياڼيو په شېرزادو، د فراه په فراه رود او دغه راز په خاکسفيد ولسوالۍ کې هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې په راپور کې يې یادونه نه ده شوې.
بايد وويل شي، چې د افغانستان لپاره د امريکا د نوې تګلارې له اعلان وروسته د ګډو ځواکونو په ډېرېدونکو شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې ملکيانو ته د پام وړ مرګ ژوبله اوړي چې ډیری بشري ادارې يې په خپلو راپورونو کې يادونه نه کوي.


















