د مېرمن جنجوعه په مشرۍ يو پاکستانی پلاوی کابل ته راورسېد

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۳) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني وايي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې مېرمن تهمينه جنجوعه په مشرۍ يو پاکستانی پلاوی نن کابل راورسېد.

د مستغني په خبره، دغه پلاوی به د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې د عمل په درېيمه غونډه کې له ترهګرۍ سره په مبارزې او د سولې د رامنځته کېدو په اړه خبرې وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، غونډه د بهرنيو چارو په وزارت کې پيل شوې او د افغانستان له لوري پکې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزی برخه لري او دواړه غاړې به پکې د ترهګرۍ د مخنیوي او د سولې د جوړجاړي په لارو چارو بحث وکړي.

نوموړی وايي، د دې غونډې جزييات به د ورځې په پای کې له رسنيو سره شريک کړي.

تر دې مخکې هم د دواړو هېوادونو امنيتي مسئولينو او د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو په غونډو کې د ګډون وروسته له يو بل څخه د همکاريو غوښتنې کړې وې.

په داسې حال کې پاکستانی پلاوی افغانستان ته سفر کوي چې تازه يو ځل بيا د کونړ امنيتي مسئولينو ادعا کړې چې د پاکستان پوځ له لوري په کونړ ولايت د توغنديو ۱۵۵ توغندي ويشتل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ د پاکستان لومړی وزير شاهد خاقان عباسي کابل ته لاړ شي.

څو ورځې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان لومړي وزير ته د کابل سفر بلنه ورکړې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button