(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۳) د کندوز ولايت ښوونکي وايي، تر هغې به د ښوونځي تړلي وساتي تر څو حکومت ورته د تېرو څو مياشتو معاشونه نه ورکړي.
ښوونکي ادعا کوي، چې حکومت يې له تېرو پنځو مياشتو تنخواګانې نه دي ورکړي او دوی د ژوند په چارو کې له مشکلاتو سره مخ دي.
د کندوز د لرې پرتو ولسواليو لسګونه ښوونکي چې د دغې ولايت مرکز ته په احتجاجي ډول راغلي وايي، دوی د معاشونو د نه ورکړې په غبرګون خپل ټول ښوونځي تړلي دي.
د قلعه ذال ولسوالۍ د باغچه نمبر د ليسې سر معلم محمدګل وايي، تر هغې به د زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې وې ترڅو چې حکومت معاشونه وي ورکړي.
په عين حال کې د کندوز د ښوونې او روزنې رئيس محمد رستم احمدي نه مني چې ګنې د ښوونکو د پنځو مياشتو تنخواګانې پاتې دي.
د احمدي په خبره، د ښوونکو د درې مياشتو معاشونه پاتې دي چې کار يې بشپړ شوی او په نږدې يوه اوونۍ کې به ښوونکي د درېيو مياشتو معاشونه واخلي.
د يوه بله خبر له مخې، نن سهار د هلمند ولايت لښکرګاه ښار کې د نجونو د مرکزي ليسې د لسم صنف يوولس زده کوونکې مسمومې شوي دي.
د هلمند د امنيت امر سمونوال ګلی خان پېښه تاييدوي خو د پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه وايي په خبره يې چې څېړنې روانې دي او په دې اړه به وروسته له رسنيو سره معلومات شريک کړي.
د هلمند د عامې روغتيا رئيس امين الله عابد وايي، د مسمومو شويو نجونو درملنه روانه ده او روغتيايي حالت يې ښه دی.


















