نورستان:امنیتي ځواکونو له ولسي خلکو لسګونه پسونه په زور نیولي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۳)

د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ اړوند ځایی خلک وایی چې د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې امنیتي ځواکونه د پیسو له ورکړې پرته په زور له خلکو پسونه او وزې وړي او بیا یې ځان ته حلالوي.
دوی وایي؛ دا لړۍ له تیرو څو میاشتو را په دیخوا روانه ده او اوس نه شي کولی په آرام زړه خپل پسونه څړځایونو ته بوزي.
خلک وایي؛ ملي او محلي پولیسو تر اوس پورې تر ۲۰۰ زیاتې وزې او پسونه په زور بیولي او ځان ته یې قرباني کړي دي.
طالبانو هم د یادې پیښې پخلی کړی او دپیښې د جنایت بللو تر څنګ یې ویلي چې په نورستان ولایت کې په ځلونو دا ډول پيښې ترسره شوي دي.
د نورستان ځایي امنیتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی خو تر دې وړاندې یې د کورنیو چارو وزارت په ګڼو ولایاتو کې د پولیسو په لیکو کې جنایی کړنې او اخلاقي فساد منلی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button