کندوز: طالبانو په مدرسه کې د خپلو ملګرو وژل کیدل رد کړل

(کابل ټکی کام ۲۳۹۷ وری ۱۳)
د کنوز چارواکي وایي چې نن غرمه مهال د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ اړوند په مدرسه(دارلعلوم الهاشمیة ) باندې امریکایي الوتکو د خپلو افغان ملګرو په غوښتنه داسې مهال هوایي برید وکړ چې هلته د حافظانو د دستاربندي پروګرام روان و.
چارواکو رسنیو ته ویلي چې په برید کې د لسګونو ماشومانو تر څنګ یو شمیر وسلوال طالبان هم وژل شوي.
د دوی په وینا چې په برید کې د طالبانو په ګډون شاوخوا سل تنه ولسي کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
طالبانو په یاده بمبارۍ کې د خپلو ملګرو وژل کیدل رد کړي او په یوه خبر پاڼه کې یې ویلي، چې دغه جنایت په تر ټولو کلکو ټکو غندي او خبرداری یې ورکړی چې د داسې ولسي وژنو او دیني مقدساتوته سپکاوي کونکي جنایت کاران به د حساب کتاب لپاره حتما یوه ورځ د عدالت میز ته راکش کړي.
طالبانو ویلي “هغه ادعا چې وايي ګنې په دې مدرسه کې د اسلامي امارت غړو ګډون درلود او یا د شورا غړي يې ورته راغلي وو، بالکل له حقیقت څخه لری ده، دښمن غواړي خپل جنایت وپوښي او د خلکو په سترګو کې خاوري وشیندي.“
طالبانو له بشربالو ادارو غوښتي چې د دې شوي قتل عام څیړنه او بررسي دې وکړي ‹‹موږ له نړیوالو بشرپالو ادارو او بنسټونو څخه هم غواړو چې په هیواد کې په دا ډول ولسي وژنو سترګې پټې نه کړي او له جنایت کارانوسره د حقايقو په کمتان کې سهیم نشي.
همداراز یې پر رسنیو هم غږ کړی چې د دې جنایت په اړه دې خپل راپورونه د امریکایانو او د کابل د رژيم په ګټه حقیقت تحریف نه کړي››
طالبانو یوځل بیا پر افغان ولس غږ کړی چې د بهرنیانو او د هغوی د ملاتړو پرضد دې سنګر لا قوي کړي او زیاته کړې یې ده چې “ ملت دې د مجاهدینو ملاتړ ته دوام ورکړي تر څو اشغالګر په ټولیزه توګه له هیواد څخه وشړل شي، غلامان او جنایت کاران د عدالت میز ته راکش کړل شي او د دې هیواد د مظلومو شهیدانو د وارثانو په زخمونو باندې د ملهم پټۍ کيښودل شي.“
باید وویل شي چې دا په تیرو څو میاشتو کې د خپل ډول تر ټولو خونړی برید و، چې پر یوه تعلیمي اداره ترسره شو او قربانیان یې هم یواځې ولسي خلک و چې غوڅ اکثریت یې ماشومان و.
چارواکو ویلي چې دبرید طرحه باندې دوی له ډیره وخته کار کړی او د دې برید ټول قربانیان یې چې علماء،سپین ګیري او ماشومان ؤ ،وسلوال طالبان بللي.
د یادونې وړ ده چې تر اوسه مدني فعالانو، بشر حقوقو، د ماشومانو نړیوال سازمان، د ناټو او ارګ چارواکو دابرید هیڅ نه غندلی او نه یې هم په دې تړاو کوم غبرګون ښودلی.



