پاکستان: وسله وال برید او اورلګېدو پېښه کې نهه کسان وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۴) د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د لاهور ښار په يوه مارکيټ کې د اور لګېدو له کبله پنځه تنه وژل شوي شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، لومړی د برکت مارکيټ په کښتني منزل کې په يوې بکرۍ کې اورلګېدونه رامنځته شوه چې وروسته دغه اورلګېدونه د مارکيټ تر اووم پوړ پورې هم ورسېده او د زيات لوګي او لمبو له کبله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوې ده، تر دې دمه د اورلګېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ ناوخته په کوټه کې د موټرسيکل سپرو په ډزو پاکستاني عيسويانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي پوليس وايي، وسله والو پر يوې رشکې وسله وال بريد کړی چې د رشکې چلوونکي په ګډون څلور تنه پکې وژل شوي او يو ماشوم ټپي دی.

د بلوچستان د پوليسو يو تن مشر معظم جان انصاري پېښه تاييدوي په وينا يې دا يو هدفي بريد دی.

د دغې برید مسئوليت داعش ډلې په غاړه اخيستی دی.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم په کوټه کې د داعش وسله والو په بریدونو کې شيعه وګړي په نښه شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button