(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۰)
د امریکا د ډیلي ټایمز مجلې په خپره کړې مقاله کې ویلي؛ طالبانو په ځلونو ثابته کړې چې دوی مستقل خلک دي او د هیچا فشار پر ځان نه مني.
ډیلي ټایمز په پاکستان کې د طالبانو د وخت پخواني سفیر ملاعبدالسلام له قوله ویلي؛ پاکستان پر طالبانو تر بل هر وخت فشارونه ډیر کړي خو طالبان کله هم معاملې او فشار منلو ته تیار نه دي.
ټایمز ویلي؛ پاکستان د افغان حکومت لخوا طالبانو ته د سولې دشوي وړاندیز کلک ملاتړ کړی، خو طالبان وایي چې دوی د هیڅ هیواد په توسط معامله نه کوي او غواړي روان تشنج ته د امریکا سره د مخامخ مذاکراتو له لارې د پای ټکی کیږدي.
ټایمز د ضعیف له قوله ویلي؛ طالبان لا هم د ملي یووالي د حکومت اداره بلواکې او غیر مستقله بولي نو یې د سولې وړاندیز ته هم کوم اهمیت نه ورکوي .
همداراز هغوی غواړي په ټولیزه توګه “اشغالګر“ پوځونه له افغانستان څخه ووځي او دلته یو کامل اسلامي نظام راشي، چې په خبره یې دا چاره د افغان حکومت له وس نه پورته خبره ده
ټایمز ویلي؛ پاکستان د طالبانو د حمایت تر سختو نیوکو لاندې دی او زیاته هڅه کوي له طالبانو سره تماسونه ټینګ کړي.
ټایمز د سلام ضعیف له قوله ویلي؛ طالبان هرڅه په دقیق توګه څاري، د غني په وړاندیز کې یې هم د کومې مخفي توطیې څرک لګولی دی.
نوموړی وایي؛ امریکا نه شي کولی د زور له لارې داجګړه په خپل نوم کړي “که رښتیا هم امریکا د یو باثباته افغانستان غوښتونکې وي له طالبانو سره دې سولیزو مذاکراتو ته را وړاندې شي“

















