(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۰) په هېواد کې چاپېدونکې ورځپاڼې ويسا په خپلې سرمقالې کې د ټرمپ وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ليکلي: که چارواکو کې د هېواد او ولس د برخليک په اړه د يوې ذرې هومره احساس وي نو ژر ترژره دې لويه جرګه او يا بانفوذه شخصيتونو اجماع راوبلي او له امريکا سره دې د شويو ټولو تړونونو او ژمنو په تړاو له سره پریکړه وکړي.
تېره ورځ د واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي و چې ډونالډ ټرمپ سي آی ته امر کړی چې په افغانستان کې دې وسله وال چې هرځای وګوري په نښه کړي، که هغه په کورونو، کليو او يا هم په عامو ګڼ ميشتونو ځايونو کې وي.
واشنګټن پوست وايي، ټرمپ د هغې ويډيو د کتلو پر مهال چې امريکايي پوځيان د طالب وسله والو له کوره د وتلو انتظار کوي، خپلو پوځيانو ته په قهر ويل چې ولې انتظار کوئ همالته يې له منځه وړئ.
د ويسا په خبره، د ټرمپ له دغې حکم داسې ښکاري چې نوموړي ته د افغانستان هر کلی او کور هدف دی، د ښځې، ماشوم، بوډا، وسله وال او بې وسلې توپير پکې نشته په خبره يې د کندوز دشت ارچي پېښه هم د همدې دريځ يوه بلګه ده.
ویسا زياتوي، په تېره اوولس کلنه جګړه کې امریکايي ځواکونو د عامو خلکو په بمبارولو هيڅ صرفه نه ده کړې، جنازې، جوماتونه، مدرسې، ښوونځي، د دولتي ځواکونو پوستې، هديرې، د ودونو او د خوشحالۍ پر مراسمو يې بمبارۍ کړي چې د ښځو ماشومانو په ګډون پکې بې شمېره کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ويسا په وينا، که څه هم پخواني ولسمشر حامدکرزي له بې شمېره غلطيو سربيره تر يوې اندازې د امريکا وحشي کړنې غندلې خو د نوي حکومت له راتلو سره دغه وحشتونه او له سره پيل شول (بګرام زندان او نور زندانونه بيا پر بنديانو ډك شول، شپې چاپو او ړندو بمباريو ته مخه پرانستل شوه، د ټرمپ له راتلو سره امريكايي ځواكونو ته په افغانستان كې د هر ډول وسلو كارول او هر ډول عملياتو اجازه وركړاى شوه.)
ویسا وايي، له پرلپسې بدمرغيو او وحشتونو باوجود په ارګ کې داسې څوک نه تر سترګو کېږي چې د امريکايانو دغه وحشي کړنې وغندي او يايې پرخلاف غږ پورته کړي،ځکه په وينا يې (دوى ته ارګ مهم دى نه افغانستان او ارګ كه د افغانستان د بربادۍ په بيه وي هم دوى به يې د ساتنې هڅه كوي).
ټرمپ په داسې حال کې امريکايي پوځيانو ته امر کړی چې امریکايي سرتيرو تر دې مخکې هم په هېواد کې له هيڅ راز وحشت او ظلمونو درېغ نه دی کړی.

















