لیکوال: ابراهیم
اې ړوند ،کوڼ اې بې ضمیره ته د سورې د ماشومانو سلګۍ نه اورې چې ته د هند لوبو ته ناست یې
لوبه هم وکړه دلوبې شوق هم وکړه
خو اې ناځوانه څومره چې د خوښې د لوبغاړي په اوټ کیدو خپه کیږې ، ایا په نیمایي د سورې په ۱۵۰ شهیدانو خپه شوې؟ چې بیګا د کیمیایي بمونو بمبار پرې وشو .
ایا یو پوسټ دې پرې وکه لکه په کرکټ یې چې دقه پر دقه کوې؟
ایا دغو شهیدانو او زخمیانو ته دې دعا وکړه لکه کریسګیل ،دوهني ، ګولي او افریدی ته یې چې کوې؟
که جواب دې نه وي نو پوه شه چې ضمیر دې مړ ده !
احساس نه لرې او د ایمان په نوم ایمان لرې خو پیژنې یې نه!
عقیده دې یوازې په دنیا شته که په اخرت وای نو د اخرت بدې هم په یاد وه.
او د ریښتونو مسلمانانو له قطاره هم وتلای یې ځکه چې رسول الله ص فرمایلي مسلمان یو وجود
کله چې په وجود کې یوه ګوته هم زخمي شي ټول وجود ورسره نا کراره وي
خو اې ځوانه ته ګریوان کې سر ښکته کړه او فکر وکړه ته د نړی په مسلمانانو دردیدلای یې ؟
او که په لوبو عبسیاتو؟
اې ځوانه د ځان درد خو حیوان هم حس کولای شي انسان هغه ده چې د نورو درد محسوس کړي .
اې ځوانه کله به د کرکټیانو پر ځای د صحابه کرامو نومونه زده کوې؟
کله به د رسول الله ص په سیرت او صحابه کرامو په قدم روانیږې کله به د خالد بن ولید مینه وال کیږې او کله به د هغه لار غوره کوې ؟
نن د د کرکټ پر ځای جهاد ته ضرورت دی نن په مسلمانانو او د اسلام په خاوره تر بل هر وخت ډیره بده ورځ راغلې چې علت یې زمونږ غفلت ده.

















