ولسي جرګې د کابل د حلقوي سړک جوړیدلو ته د ۷۰ میلیون ډالرو پور غوښتل تائید کړل
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۰)
ولسي جرګې نن د کابل له شاخوا څخه د حلقوي سړک د جوړولو لپاره د ۷۰ میلیونه ډالرو قرض غوښتل ومنل.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون د دې پیسو د اخیستلو طرحه د وکیلانو مخته وړاندې کړه چې ۱۱۹ وکیلانو ورته د تائید رایه ورکړه .
د ولسي جرګې غړی زکریا محسني وایي؛ د کابل ښار په منځ کې بیروبار ورځ تربلې په زیاتیدو ده نو له همدې امله د دې سړک جوړول له ضروریاتو څخه دي.
پریاد سړک ۱۱۰ میلیون ډالر لګښت راځي چې د یوې توافق نامې ترمخه به د مالیې وزارت له نړیوال بانک څخه ۷۰ میلیون ډالر قرضه اخلي او نور به حکومت له خپلې بودیجې څخه لګوي.
د ماليې وزارت وایي؛ دا قرضه به په ۳۶ کشتونو(مرحلو) کې په ۲۵ کلونو کې بیرته نړیوال اسلامي بانک ته سپارل کیږي.
په توافق نامه کې راغلي؛ دا حلقوي سړک به شاوخوا ۲۰۷ کیلومتره وي او د څلورو سړکونو په څیر به په راتلونکو ۵ کلونو کې له شاوخوا څخه را تاو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا حلقوي سړک د پلچرخي سیمې اړوند د کابل_جلال آباد له جادې پیل او د ده سبز له ولسوالۍ د کابل _پروان پر لویه لار به تیریږي.
همداراز به د پغمان ولسوالۍ اړوند د قلعه حیدرخان له سیمې په تیریدلو د چهارآسیاب ولسوالۍ ته ځان رسوي



