هرات: په شینډنډ ولسوالۍ کې چاودنې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل تکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۰)
د هرات ځایي چارواکي وایي چې د دې ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په بازار کې د تیلو ټانکر ته څیرمه یوه چاودنه شوې.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي؛ په دې چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان دي.
نوموړي وویل؛ چاودنه په موټرسیکل کې د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوې.
طالبانو په دې چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې؛ د دوی د معلوماتو ترمخه، “چاودنه د دښمن لخوا قصدا رامنځته شوی او عامو خلکوته یې زیان اړولی“
باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم د ولسي خلکوپه منځ کې ګڼ بریدونه شوي چې په ډیرو مواردو کې یې پړه د داعش وسلوالې ډلې منلې ده



