نعمان لطیف
پاچا دملت دمور او پلار په منزلت وي او همدا لامل دی چې شریعت دپاچا دحکم په تعمیل ټینگار کړی دی.
زموږ پاچا دومره په زړه سخت او ظالم دی چې قرآن ته په ناستو ماشومانو بمونه اورؤي او پرته له دې چې دقاتلانو دنیولو او دسزا ورکؤلو حکم جاري کړي، ددغې ستر وحشت عاملینو ته برائت ورکؤي او دمعصومو او قرآن ته ناستو اطفالو بې رحمانه ؤژلو ته دمخالفینو د سترو مشرانو نومونه ورکؤي اما په بله ورځ په ډېره بې شرمۍ او سپین سترگۍ روغتون ته ورځي او دنمایشي انځورونو کښلو لپاره کمکي زخمیان په ټنډو ښکلوي.
کله چې دپاچا اورنگزېب مظالم دبرداشت له پولو واوښتل، خوشال خان بابا ترې دشعر په ژبه بېزاري اعلان کړه. له مکارو، غدارو او ظالمو پاچاهانو په ضد ږغ پورته کؤل او بېزاري ترې اعلانؤل پکار هم ده او پښتني دود هم دی.
خوشال بابا اورنگزېب ته په اشاره وؤیل:
اطاعت د اولوالامر ځکه نه کړم
خلیفه دزمانې په زړه کـافر دی
زموږ پاچا په افغانانو دهر غورځېدونکي بم هرکلی کړی او کؤي یې. دواک په پیل کې یې هېؤاد امریکایانو ته وسپاره او په وروستیو کې دټرمپ وژونکي ستراتېژي یې په جوش استقبال کړه.
زموږ پاچا په بې جرأتي سربېره درجه یک سپین سترگی هم دی، په غرب کې په فحشه خانو بریدونه غندي اما د ؤطن په کمکیو ماشومانو او دیني ارزښتونو د سلسله وارو بریدونو په اړه گونگ دی.
دداسې ظالم غدار او مکار پاچا چې دخپل بېگناه ولس په ؤژلو گونگ وي خو دنمائشي او تمثیلي انځورونو لپاره بیا د کیمره مینانو سره روغتون په روغتون گرځي او دتمساح مکارې اوښکې بهؤي؛ اطاعت ددین او هېؤاد سره جفاء ده.
ډاکټرصیب غني باید خبر وي چې غربیانو ته په سپین سترگي چوپړ دخپل حیثیت ترڅنگ افغاني غرور او شهامت ته هم داسې صدمه رسؤي چې هیڅکله به یې تاریخ او ملت معاف نکړي.
دده په امر دشهید شویو او زخمي شویو بېگناه افغانانو سره فرمایشي او نمایشي انځورونه دغني له لمنې د افغانانو دوینو داغونه نشي پرېمنځلی.
ډاکټرصیب غني! هيڅکله دملت مشر نه دی او نه کېدلی شي. دملت مشر هغه وي چې دملت په درد دردمن شي، دملت غم خپل وگڼي او دملت سره دهرې نارؤا په اړه ږغ پورته کړي
پاچا داسې وي؛ سیدنا عمر الفاروق رضي الله عنه په داسې حال کې منبر ته وخوت چې گېډې یې له لوږې غرار کاوه. سیدنا عمر (رضي الله عنه) گېډې ته په خطاب کې وویل: مه غرېږه! قسم په الله تر څو د قوم وږي ماړه نکړم، یوه گوله به دروانچوم.
دداسې اولوالامر اطاعت واجب دی، نه داسې چې په ملت بمونه ورؤي، د ملت ملي ارزښتونه دپردیو په ؤاک کې ورکؤي او په مذهبي ارزښتونو یې پسخند وهي.
اې! دا په خوله نرم او په زړه ظالم پاچا د اطاعت وړ نه دی، له ده بغاؤت او په ضد یې قیام دیني وجیبه او زموږ پلرنی میراث دی. خوشال بابا دهمداسې یاغي، باغي او بزدله پاچا له اطاعت انکار کړی ؤ او په زړه یې کافر ؤباله.
ډاکټرصیب غني له افغاني عنعناتو باغي دی، له اسلامي حدودو یاغي دی او دغیرو په ؤړاندې دومره بُزدله او لاس په نام غلام دی چې آن دمعصومو اطفالو شهادت نشي غندلی او نه یې په مخکې سپڼ کولی شي.


















