(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۱)
د کابل د ترافیکو عمومي ریاست ټولو ټکسي چلونکو او عادي موټروانانو ته حکم کړی چې تر دې وروسته دې د خپلو موټرو په مخکیني سیټ کې دوه کسان نه کینوي .
د ترافیکو مرستیال رئیس عبدالقادر رسنیو ته ویلي؛ له دې وروسته ډریوران حق نلري، چې د مخې په سیت کې دوه کسان کښينوي.
د ترافیکو ریاست وایي؛ په ټول کابل کې یې ګرځنده ترافیکو ته دنده سپارلې تر څو موټروانان له دې چارې منعه او له هغو کسانو سره چې دا حکم نه مني قانوني چلند وکړي.
خو ډریوران بیا دا قانون د ځان په زیان بولي او زیاتوي؛ ټوله ورځ د ګڼې ګوڼې له امله لارې بندې وي او یواځې دومره کوي چې د تیلو پیسې پوره کړي.
دوی وایي ؛ د کورنیو چارو وزارت او په ځانګړې توګه ترافیک پر عامو خلکو زور راولي “هغوی که رښتیا قانون ته ژمن وي د لارو د بندیدلو مخه دې ونیسي“
خو له موټروانانو پرته نور خلک بیا د دې پریکړې هرکلی کوي او زیاتوي؛ موټروانان په ډیره سختۍ سره دوه کسان په یوه سیټ کې ځایوي“آن دوه میرمنې هم په ډیرسپکاوي سره په دې سیټ کې کینول کیږي“
دوی وایي، په داسې حال کې د ټکر او بلې ترافیکي پیښې له امله رامنځته کیدونکی زیان هم دوو کسانو ته رسیږي نه یوه ته؛ نو له همدې کبله د دې سیټ لپاره یو تن مناسب ده.
د پریکړې تر اعلان یوه ورځ تیریږي خو لا هم دې قانون کومه عملي بڼه نه ده غوره کړې او لاهم د کابل ښار په ټولو واټونو کې د موټرونو د مخې سیټ کې دوه کسان په داسې حال کې ناست دي چې ترافیک یې ویني خو مخه یې نه نیسي.


















