کونړ چارواکي: د پاکستاني ځواکونو په توغنديز بريد کې يو تن وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۱) د کونړ د والي وياند غني مصمم وايي، تازه د پاکستان له لوري د کونړ پر دوو ولسواليو ۴۳۳ توغنديز بريدونه شوي چې له کبله يې يو تن وژل شوی دی.
نوموړی وايي، دغه بريدونه په سرکاڼو او دانګام ولسواليو شوي په خبره يې درې مرمۍ د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل په څپري سيمه کې پر ولسي ميشت ځايونو لګېدلي چې يوه يې په کور کې پريوتې او یوتن عام کس يې وژلی دی.
د مصمم په وينا، نورې مرمۍ د دانګام په سور کمر، زوړ برول او نورو سيمو لګېدلي خو چاته يې ځاني زيان نه دی اړولی.
ځايي اوسېدونکي وايي، له تېرو څو کلونو راهيسې دغه بريدونه دوام لري چې له امله يې سلګونه کورنيو خپل کلي پرېښي او نورو سيمو ته کډه شوي دي.
د کونړ ولايتي مسئولين وايي، له تېر څلورو مياشتو راهيسې د پاکستان د توغنديزو بريدونو له کبله د کونړ له پنځو ولسواليو درې سوه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان د لومړي وزير شاهد خاقان عباسي او د افغان حکومت مشرانو تر منځ په اوو مادو هوکړه وشوه، چې د توغنديو او هوايي بريدونو بندېدل هم پکې شامل دي.
له تېرو څو کلونو راهيسې افغان چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان له لوري د کونړ پر ځينو سرحدي ولسواليو توغنديز بريدونه کېږي خو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول پاکستاني چارواکو هيڅ غبرګون نه دی ښودلی.



