(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۱) د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې پر صفر يک قطعې د یوه تن سرتير طالب له لوري برید شوی، چې له کبله يې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، دغه سرتيری بريد د احمد په نوم د يوه بريدګر له لوري د موټر په واسطه شوی چې درانه چاودېدونکي توکي پکې ځای پرځای شوي و.
د مجاهد په خبره، بريد د صفریک قطعې د عسکرو په منځ کې هغه مهال شوی کله چې عسکر په خپلو کې په مشوره بوخت و.
عيني شاهدانو ورته ويلي، په بريد کې د دېرش تنو وژل شويو عسکرو جسدونه يې ليدلي چې امبولانس چورلکو ته يې پورته کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې له سرتيري بريد وروسته په سيمه کې جګړه هم شوې او يو ټانګ په ځمکني ماين الوزول شوی چې له کبله يې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه په رسمي ډول د دغې ولايت امنيتي مسئولينو څه نه دي ويلي، خو يوې ځآيي امنيتي سرچينې تاييد کړې وايي د يادې ولسوالۍ په دوراني سيمه کې د صفریک قطعې پر ځانګړو ځواکونو چاودنې او بریدونه شوي په ترڅ کې يې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
صفر يک او صفر دوه قطعې د بهرنيو ځواکونو په څېر په ځانګړو پوځي وسايلو مجهز دي او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې عملیات کوي چې د دوی د عملياتو له کبله وخت ناوخت ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.


















