غزني چارواکي: د طالبانو بريد زنه خان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۲) د غزني ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې طالبانو د دغې ولايت په زنه خان ولسوالۍ بريد کړی پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې او که تازه دمي سرتيري ور ونه لېږل شي ښايي ولسوالۍ سقوط وکړي.
د زنه خان ولسوال غلام حسين یعقوبي وايي، تېره شپه نهه بجې سلګونه طالبانو د دغې ولسوالۍ په دفاعي پوستو بريدونه وکړل چې تر سهار درې بجو پورې يې دوام وکړ.
نوموړی وايي، په دې بريدونو کې تر اوسه څلور پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د یعقوبي په خبره، وسله وال طالبان د بيا ځل حملې لپاره ځانونه چمتو کوي او پوليس د وسلو او مرميو له کموالي سره مخ شوي دي زياتوي که نږدې ورځو کې د اوردو تازه دمي ځواکونه دغې ولسوالۍ کې ځای پرځای نه شي ښايي ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړي.
نوموړی وايي، په بيګانۍ جګړه کې پنځو تنه طالبان هم وژل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د غزني د والي وياند ويلي و چې زنه خان ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو په ترڅ کې درې پوليس شوي او درې نور ټپيان دي.
د يادونې ده، چې طالبانو د غزني زنه خان ولسوالۍ تېرکال د اګست مياشت کې هم یوځل په بشپړه توګه نيولې وه.
د راپورونو پرنسټ، طالبان د غزني په ټولو ولسواليو کې پراخ فعاليت لري او د دغې ولايت د ولسواليو له مرکزونو پرته نورې ټولې سيمې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دي.



