د غزني د مرکز اړوند سیمو کې دریو پوستو سقوط کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۲)
د غزني ځایي چارواکي وایي؛ چې د دې ولایت د مرکز اړوند سیمو کې یې له طالبانو سره څو ځایه نښتې کړې چې مرګ ژوبله هم لري.
که څه هم چارواکي د نښتو له امله د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه وایي،خو سیمیزو سرچینو رسنیو ته ویلي؛چې په دې بریدونو کې ګڼو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي؛تیره شپه یې د دې ولایت د مرکز اړوند د روضې په سیمه کې د پولیسو دوه پوستې نیولې او په وینا یې چې په دې برید کې یې ۶ پولیس وژلي او ۱۴ نور له خپلو مراکزو تښتیدلي دي.
طالب ویاند همداراز ویلي چې د مرکز اړوند د انګار سیمه کې یې هم یوه پوسته نیولې او د ۳ پولیسو د وژلو ادعا یې کړې.
نوموړي ویلي چې په دواړو سیمو کې یې د یو هاموي ټانګ په ګډون ګڼ شمیر مهمات نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش په غزني کې د نصرت په نامه پیل شوي عملیات بریالي بللي او ادعا یې کړې چې طالبان یې شاتګ ته اړ کړي او د مخامخ جګړې توان نه لري.



