ښیرا

غزل

خدایه هاغه ککـــری خــــاوری ایـــرې کړې.
چی په وینو د مظلوم یی سترګی سرې کړې.

هیڅ له خدایه نه ډاریګی جوړدوینو تجارت ده.
د ډالرو مقابل کی یی د مظلومو مری پرې کړې.

درباری مو ملایان شول دقران غلط تقلید کړې.
حق پټول غواړی خدایه مسخه یی څیرې کړې.

توهین ستا داسلام کړی دکافرو بندګی کې.
خدایه شرمینده یی دې قران او سیپارې کړې.

رسوا خوار او زلیل یی په دنیا او اخرت کړه.
.یا رحیــم رحمـــــانه ته قبولــی مو ښیرې کړې.

زه ذاکر به تاتــــــــه تــل لاس په دعـــــــا یم.
خدایه درحمت دی راته خلاصی دروازې کړې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button