پروان: د سيد خيل ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۲) د پروان ولايت امنيتي مسئولین وايي، د نامعلومه وسله والو په بريد کې د سيدخيل ولسوالۍ پخوانی امنيه قومندان وژل شو دی.
د پروان د جنايي پېښو په وړاندې د مبارزې مدير فرهاد هاشمي وايي، پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته په رسول داد سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هاشمي په خبره، محمد اصف چې د سيدخيلو ولسوالۍ پخوانی امنيه قومندان هم پاتې شوی پرون ناوخته خپل کور ته پر لاره د نامعلومه وسله وال له کمين سره مخ شو او ځآی پرځای ووژل شو.
د جنايي پېښو د مبارزې مشر فرهار هاشمي وايي، چې محمد آصف اوس هم په داخله وزارت کې برحال افسر او مامور و.
نوموړی وايي، تر اوسه د دغې پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی خو پوليسو يې په اړه څېړنې پيل کړي دي.
تر اوسه د دغې بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.



