نصیب ځدراڼ
څه وخت پخوانۍ کیسه ده، پکتیا کې د خپلوانو کور ته روان وم. په افغانستان کې تقریبا ټولې لرې پرتې سیمې د ټرانسپورټ د مشکل سره مخ دي. لږ څه امنیتي مشکلات هم شته دی او لږ دموټرو نشتوالي هم ستونزې جوړې کړي اوس هم هم کټ مټ لکه د ظاهر شاه د وخت غوندې که د ماسپیښن نه وروسته مو موټر پیدا نکړ نو یا خو پاتې کیږي یا به بار بري موټرو کي ځي او هغه هم که قسمت او موټروان دواړه درباندي مهربان شول.
مازدیګر مو یو لوی موټر چي زموږ طرف ته “کوماز” ورته وایي پیدا کړ. موټروان راته وایي تر پلاني ځایه پوري ځم له هغې مخته ستاسي خوښه که د شپې ځئ او که هلته چیرته شپه کوئ او سبا ته د سوارلیو موټرو ته انتظار کوئ. ډیر ستړی مزل مو وکړ، یو خو موټر ډیر سست روان وو بل زموږ زړونه له سلو ستړیاوو ډک وو.
د شپې یې یو ځای کوز کړو. په لاس یې داسې اشاره راته وکړه ته به وایې چې د د اشارې په رفتار موږ ورسیدو
وایې داسي چې ولاړ شئ نو دي طرف ته به پلانی کلی وي. لږ مزل مو وکړ. زما سره مي کاکا هم وو. له سعودی په رخصت راغلی وو. په مزلو نه وو عادت.
له بله ځایه مو سونځلې راوړی وي هغه د سونځلو وړه بوجۍ هم ما راخیستې وه.
آخر مي غیرت بغارې ووهلې ورته ومي ویل چې دا بوجۍ که ته نشي راسره وړای بیا به دلته شپه وکړو؟ لږ غوسه غوندې شو. وایې دومره خو درنه نه ده. ته لږ نازولی یې بس همدا ځواب یې وو او بوجۍ یې رانه وانخیسته.
ما ویل داسي به وکړو دلته به چیرته په جومات کي شپه وکړو نور به سبا د خپلوانو کلی لټوو.
نږدي جومات ته ورغلو دروازه یې خلاصه وه، سر مو کښېښود نه بالخت، نه توشک او نه خوب راتلو.
سوچونو ته مو کش ورکړ او همداسي پسي ویده شوو. سهار د جومات امام راغی لمانځه ته یې راویښ کړو.
دا د جومات تر څنګ مدرسه هم وه.اودسونه مو وکړل. لږ ورسته د مدرسې طالبان راغلل. لمونځ مو وکړ دوی په سبقانو پیل وکړ او موږ په کونج کي بیا د ویده کیدو ناکام کوشش وکړ.تر څو د سهارنۍ ناشتې وخت شو. موږ ته یې هم دعوت راکړ. موږ مازدیګر له ځان سره کیکونه او بسکټ اخیستې وو چې په ستړي مزل کې مو د خوړولو موقع نه وه موندلې.
څه به مو سر خوږوم دستر خوان ته ورسره کښېناستو شین چای وو، د ټولو طالبانو خولۍ او پټکي په سر وو. دځینو جامې صفا وې خو زړې وي او ورباندي لنډي ښکاریدي، د چايو پیالې ځینې وړې ځینې غټې وي، د چای سره بوره نه وه او یوه طالب له یوه دستمال څخه ډوډۍ راویستله او موږ ته یې هم راکړه.
ډوډۍ په مختلفو شکلو پخه شوې وه داسي نه ښکاریده چې په یوه کور کي پخه شوې وي له ډیرو کورنو څخه راټوله شوې وه او چې د خوړلو پیل مو ورباندي وکړ خدای شته بیخي وچه کلکه وه. نو له وارخطایی وتښتېدم او هغه خپل بسکټ شیان مي راوړل.
کاکا مي را ولاړ شو ټول یې په طالبانو وویشل او زما برخه بیا هغه وچه ډوډۍ شوه.
دوی داسې په خوند ورباندی لګیا شول ته وا غوړې پراټې خوري.ملا صیب مې کاکا ته وویل چې دلته پینځه ویشت طالبان د شپې (لیلیه) اوسیږی او نور نږدي چې دي هغه د ورځي راشي او د شپې بیرته ولاړ شي.
زه حیران وم ورته چي دا وچه ډوډۍ او ټوله ورز سبق ته کیناستل او بیا طالبان څومره په شوق سره دا هر څه کوي.
وروسته په ډیرو مدرسو وګرځیدم. نه دولت کومک ورسره کوي. نه کومه مؤسسه د مکاتبو غوندي په ښه نظر ورته ګوري، نه دوي له شاګردانو پیسې آخلې. د استاذانو معاش یې په چندو چلیږي که وي یو وار جار جار که نه وی نو سل ځله جار جار.
دا کیسې ځکه ذهن ته راغلې چې څو ورځې مخکې د ډاکټر عبدالله عبدالله ویاند جاوید فیصل وویل زموږ مشکل د مدارسو سره دی ځکه یې بمباروو. خو مشکل یې په ګوته نه کړ. عالمان او طالبان له چا هیڅ نه غواړي او د اسلام د مقدس دین ژوندی ساتلو لویه فریضه یې په غاړه اخیستې ده. د علم په دنیا کې کومه بله اداره داسې مثال نشی وړاندې کولی چې د وسائلو او اسبابو په نشتوالې کي یې هم په پېړیو خپله مبارزه روانه ساتلې وي.
د مخالفینو له طرفه مدارس په دې جرم چې ولې د اسلام ډیوه بله ساتي په لار کې مختلف خنډونه ورته جوړیږي. کله یې استاذان په شهادت رسوي، کله بندیزونه ورباندې لګیږي. په لارو او موټرو کي د مدارسو طالبانو ته په داسې نظر کتل کیږي ته به وایې په جاپان ایټم بم دوی غورځولی وو. یا د ” اول او دویم نړیوالې جګړې سبب دوی وو. په دستار بندیو یې د بشریت د ټیکدرانو له طرفه بمبار کیږي. داسې وحشیانه بمبار چې د مخ پر ځای د بدن له اندامونو پیژندل کیږي او خاور ته سپارل کیږي.
که نړۍ کې څوک خواخوږې ورسره ښکاره کړي نو هغه خلک هم رټل کیږي
ګویا د مدارسو زده کونکي په دي هم نه ارزي چې همدردې ورسره ښکاره شي.
خو دوی بیا هم له چا ګیله من نه دي. نه له چا څه غواړي. خپل درس او تدریس کوي کله یې چې په وطن یا قوم کې څوک د باطل په لار روان شي نو د هغه مخه نیسي. کوم ښکرور یې که په وطن تجاوز وکړي نو ښکر یې ور ماتوي او دا کار باید هر د وطن ریښتونی بچی وکړي.
د اخلاقو یې دا حال وي چې که کومه غلطې ترې وشي نو خلک ورته وایې ته خو طالب یې ته ولې داسي کوي. یانې د فتنو په روان دور کي هم خلک له دوی څخه د غلطیو طمع نه لري.
جاوید فیصل دومره له ایمان خلاص او په سترګو ړوند شوی چي وایې مشکلات راته له مدارسو جوړ دي.
داسي خو نه وایي چې مشکلات مو د باګرام د امریکایي میدان څخه دي، له کومه ځایه چې امریکایانو زموږ ځمکه او فضاء په خپل کنټرول کي اخیستې ده. ځمکه او فضا خو څه چې ارګ او ارګ میشتي مشران او والیان یې هم په خپل کنټرول کې اخیستي دي.
که کله کوم د انګریز مشر راشي نو ولسمشر اشرف غني نه نیولې تر ډاکټر عبدالله ټول دومره په منډه ورځي چې یوه څپلۍ یې په پښو وي او بله ترې په ارګ کي پاتې وی.
جاوید فیصله! مدرسې له پېړیو راهسې آبادې دي خو د باګرام هوایي میدان اوس جوړ شوی او ټول وطن ته مشکلات له دي ځایه څخه دی.
کوم خیر مو تر ونه لید، ښه به دا وي چې باګرام میشتي انګریزان بېرته خپلو وطنو ته ولاړ شي. د مدرسو خو هم دا وطن دی دوی خو چیري نشي تللي.
جاوید فیصله! خلقیانو او پرچمیانو د مدارسو خاوندان وچیړل نو دوی خو یې ورک کړل او ترڅنګ یې د دوي هغه ځاله (روس) هم دړې وړې کړه له کومه ځایه چي د دوی نظریه راخیستل شوې وه
هسې نه دا ملنګان طالبان سبا تا هم دغسي ورک او مخ توری کړي.


















