سپنتا: د هېواد په پنځوس سلنه خاوره دولت حاکميت نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۳) د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير ډاکټر رنګين دادفر سپنتا وايي، د هېواد په پنځوس سلنه خاوره دولت حاکميت نه لري نو څنګه به خلک هيله ولري چې په ټول هېواد کې انتخابات ترسره شي.

نوموړي نن په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وويل، دا د دې معنا نه لري چې د افغانستان خلک په انتخاباتو کې ګډون نه کوي په خبره يې هيڅکله داسې نه شي کېدلی چې په ټول افغانستان کې بغير له تقلب او درغلۍ انتخابات ترسره شي.

هغه وايي، په داسې نظام کې چې مشران يې خلکو ته په اصولو برابر درواغ وايي امکان نه لري چې عادلانه انتخابات وشي زياتوي چې حکومت ټول اولس ته په دې باندې بلنه ورکوي چې خلکو ته وښيي چې مونږ له درغليو پاک انتخابات رامنځته کوو خو داسې نه ده.

سپنتا د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه وويل، د دولت نظامي او ملکي ادارې تر ټولو زياتې کمزورې شوي او د خلکو له ملاتړه بې برخې دي.

د سپنتا په خبره، هغه حکومت چې د وسله والو پرضد مبارزه کوي بايد یو منل شوی او مشروع حکومت وي خو په خبره يې اوسني حکومت خپل مشروعيت له لاسه ورکړی دی.

په ورته وخت کې د انتخاباتو کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد وايي، چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخاباتو لپاره يې نن ټولو ولايتونو ته انتخاباتي مواد استولي او د راتلونکې شنبې په ورځ به د نوم ليکنې بهير پيل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button