عمیر خوږیاڼي
یوه ورځ د عیسویانو یو راهب د عامو خلکو په جامه کي یوه دیني عالم ته ورغی پیسی یې ورکړی او ورته یی وویل واخله پدی به طالبانو ته یو څه واخلي او په مسجد به یی خرچه کړی، راهب دری ورځي پرلپسې همداسې وکړل په دریمه ورځ یی د ملا صیب نه پوښتنه وکړه چې د اصحاب کهف د سپی رنګ څه ډول وو؟؟
عالم فکر وکړ چي کتابونو کي خو یې د رنګ په اړه څه ندي لیدلي او بل پلو ته دا سړی بی ځوابه پریښودل هم مناسب کار ځکه نه دی ځکه خرچه یی ورکړی نو ورته یې وویل رنګ یي تور و. هغه ورته وویل ډیر ښه ماشاء الله څومره کره معلومات دې راکړل!!
بله ورځ همدغه راهب یو بل دیني عالم ته ورغی له هغه یي پوښتنه وکړه هغه ورته وویل چه رنګ یی سپین وو.!
راهب ورته وویل چي موږ چې په دې موضوع کې څومره پلټنه کړي نو ستا ځواب درست دی ته باید دا خبره سبا د ممبر په سر هم وکړي چې خلک هم پوه شي.
راهب نورو عالمانو پسې ولاړ تر څور نور علماء هم په دې اختلاف کي ښکیل کړي.
د جمعي په ورځ امام د ممبر په سر دا خبره علنی اعلان کړه چي د اصحاب کهفو د سپي رنګ سپین وو لدي خبرې سره د نورو سیمو نه د راهب له خوا تحریک شوي او راغلي نور علماء پري راټول شول چي ته دا خبره په کوم سند کوې؟؟؟ آن تر دې چې اختلاف داسي یوه حد ته ورسید چي یو پر بل یي د کفر فتواوي ولګولې او تر هغې په خپل دې اختلاف کې مصروف وو چې تر څو یې د موضوع سپیناوی کاوه او یا یې یو بل یي قانع کول نو اندلس یي داسې له لاسه وتلی وو لکه په افغانستان کې چې د مجاهدینو له لاسه ووت.
زمونږ په هیواد کې هم نن سبا همدغه حال روان دی، کله چه هیواد امریکا اشغال کړ نو په همدې حربه یی کار پیل کړی اوس دا دی کفار خپل هدف ته ورسیدل، مونږ مسلمانان، افغانان، مجاهدین، دیني عالمان په خپلو کې د یو بل وینو ته تږی یو او یو د بل پر وینو نه مړیږو خو دوی مو یواځې ننداری کوی او د جنګ ته لمن وهي او تیل پرې شیندي.















